د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا به ښایي تر سه شنبې (اګست ۴) پورې له ایران سره د هرمز ستراتیژیک تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې وکړي، او وروسته به دا خبرې د ایران د اټومي پروګرام موضوع هم راونغاړي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پوځي کورنیو په اړه د یو اجرائیوي فرمان د لاسلیکولو پر مهال خبریالانو ته وویل چې نوې خبرې اترې د ایران رژیم ته "وروستی فرصت برابروي چې یو ښه سند لاسلیک کړي."
هغه زیاته کړه چې امریکا ټاکلې وه چې د یکشنبې په شپه ایران سخت وځپي، خو د هغه په خبره تهران، چې نه یې غوښتل دا ګوزار وخوري، د هرمز تنګي په اړه د خبرو د غوښتنې لپاره اړیکه ونیوله.
ولسمشر ټرمپ وویل: "موږ همدا اوس [له ایران سره] په خبرو بوخت یو، او دا خبرې د ایران په غوښتنه، او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او په ځانګړي ډول د قطر او همداراز نورو هېوادونو په ملاتړ ترسره کېږي. ډېرو هېوادونو اړیکه نیولې ده."
د امریکا ولسمشر خبریالانو ته وویل چې غواړي د ایران "د سر وهلو وړاندې ورته یو بل فرصت" ورکړي. هغه زیاته کړه: "که ماته دا فرصت راکړل شي چې ډېر خلک ژوندي پاتې شي، نو زه هم غواړم دا فرصت ورکړم. له همدې امله زه د وخت له کوم ځانګړي محدودیت سره مخامخ نه یم. "
تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ ایران په دوه مخۍ تورن کړی و، ځکه چې د ده په وینا، ایران هغه خبرې اترې چې په پټه د دیپلوماتیکو لارو تعقیبولې، په ښکاره نه تائیدولې.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ وویل چې له امریکا سره هېڅ ډول خبرې اترې نشته او تهران یوازې له عمان سره د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې کوي.
د امریکا ولسمشر د خبرو د اوسني پړاو او ددغو خبرو لپاره د ټاکل شویو شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "تاسو به نن یا سبا خبر شئ."
ټرمپ وویل: "دا موضوع ډېره پېچلې نه دی. موږ د [هرمز] تنګي په اړه خبرې کوو، د تنګي د پرانیستل کېدو په اړه، داسې چې تر سبا پورې په رښتینې توګه او بشپړ ډول پرانیستی وي. دا لومړی پړاو دی، او دویم پړاو دا دی چې وروسته به د ایران د اټومي وړتیا او ... د ایران د اټومي بې وسلې کولو په اړه خبرې وکړو. دا باید ترسره شي."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه به ایران ته اجازه ور نه کړي چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ په بدل کې عاید ترلاسه کړي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د دوشنبې په ورځ وویل چې د جولای په ۱۴مه د ایران د سمندري محاصرې د بیرته پلې کېدو راهیسې یې د ۴۴ سوداګریزو بیړیو مخنیوی کړی او دوه سرغړونکې بیړۍ یې له کاره غورځولي دي.