ټرمپ: ښایي د ایران پر ضد بل نظامي عملیات وکړو

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې ښایي د ایران پر ضد د حماسي غضب په څیر بل نظامي عملیات وکړي.

ښاغلي ټرمپ د واشنګټن پر وخت جمعه اکټوبر ۲۳ مه د فلوریډا په ایالت کې خپلو پلویانو ته په یوې انتخاباتې غونډې کې د دې خبرداري تر څنګ وویل که د ایران مشران هوښیار وي، خبرو ته به حاضر شي.

ټرمپ وویل، "مونږ د نیمې شپې څټک په عملیاتو کې د ایران د یورانیمو غني کولو وړتیا دړې وړې کړله. که په یاد مو وي، د شپې ناوخته وه او یو بل سهار وختي. او بیا مو د حماسي غضب عملیات وکړل، چې همداسې و. مونږ به بل د حماسي غضب وکړو او یا به هغوي هوکړه وکړي. که هغوي هوښیار وي، وبه وایي، راځئ چې اصلي مطلب ته راشو. خو تاسو پوهیږئ، شک لرم چې هغوي به داسې وکړي ځکه ښایي هغوي هوښیار نه وي".

تر دې وړاندې جمهور رئیس ټرمپ ویلي و چې واشنګټن له تهران سره په "ګټورو بحثونو" بوخت دی او دا چې د منځني دورې تر انتخاباتو به پدې هیواد بل برید ونکړي.

ټرمپ د اکټوبر ۸مه په خپلې ټروت سوشل ټولنیزې پاڼې کې لیکلي و چې ي چې ایران له اقتصادي او پوځي اړخه په "بد حالت" کې دی او واشنګټن به د هرمز تنګي سمندري محاصرې ته دوام ورکړي.

پر ایران د احتمالي پوځي برید په اړه ولسمشر ټرمپ په ډاګه کړې چې متحده ایالتونه به "د منځمهالو ټاکنو څخه مخکې په هېڅ وخت کې پر ایران برید" ونه کړي.