د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د سویس په داووس کې په نړۍ کې د سوداګریزو چارو له مشرانو سره په خپله وینا کې د خپلې ادارې د واکمنۍ په لومړي کال کې «په بیساري او استثنایي ډول لوړه اقتصادي وده» وستایله.
ټرمپ همداراز وویل چې هغه له ډنمارک سره پر ګرینلنډ د کنترول د ترلاسه کولو په اړه د «سمدستي خبرو اترو» غوښتنه کوي خو دا یې هم روښانه کړه چې ددې ټاپو د ترلاسه کولو لپاره به له زور څخه کار وانخلي.
ټرمپ وویل چې د هغه ادارې د انرژۍ ویجاړوونکې هغه تګلارې درولي دي چې بیې لوړوي.
ټرمپ د نړۍ مشرانو ته وویل:زه د سږکال نړيوال اقتصادي فورم ته د امریکا په اړه له ریښتوني حیرانوونکو خبرونو سره راغلی یم. پرون زما د لوړې د مراسمو لومړۍ کلیزه وه، او نن، سپینې ماڼۍ ته د بېرته ستنېدو ۱۲ میاشتې وروسته، اقتصاد غوړېدلی، وده په چټکۍ روانه ده، د تولیداتو کچه لوړه شوې، پانګونه مخ پر زیاتېدو ده، عایدات لوړېږي، انفلاسیون مات شوی، او زموږه پولې چې پخوا پرانیستی او خطرناکې وې اوس تړل شوي او د ننوتلو هیڅ لاره نشته.»
ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه "زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو چټک او تر ټولو لوي اقتصادي بدلون» په حال کې دي."
هغه زیاته کړه چې په تېرو دریو میاشتو کې په امریکا کې بنسټیز انفلاسیون یوازې ۱.۶ فیصده و او تمه ده چي د کال د څلورمي ربعي اقتصادي وده ۵.۴ فیصدو ته ورسېږي.
هغه وویل:«د بایډن د ادارې پر مهال، امریکا د رکود او انفلاسیون له یوه ناوړه حالت سره مخ وه، یعنې اقتصادي وده ټیټه او انفلاسیون کچه لوړه. خو اوس زما د تګلارو یوازې یوه کال نه وروسته، موږ د دې بلکل برعکس حالت وینو. انفلاسیون نشته او اقتصادي وده په غیرمعمولي او بیساري ډول لوړه ده.»
هغه وویل: «زما تر مشرۍ لاندې د امریکا د ګازو د تولید کچه تر بل هر وخت ډېره لوړه شوی ده، د امریکا د تېلو تولید په ورځ کې ۷۳۰ زره بېرله زیات شوی دی، د پټرولو بیه اوس په ډېرو ایالتونو کې په یو ګېلن له دوه نیم ډالرو څخه ټیټه ده.»
ولسمشر ټرمپ د استوګنې د کورونو په اړه وویل چې هغه یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې لوی پانګهوال له دې منع کېږي چې لوی کورونه واخلي، او له کانګرس څخه یې وغوښتل چې دا بندیز په دایمي قانون بدل کړي.
هغه وویل: «ما هغو بنسټونو ته چې دولتي ملاتړلري، لارښوونه کړې چې تر ۲۰۰ میلیارد ډالرو پورې پور پاڼې (باند) واخلي تر څو د سود کچه راټیټه شي. تېره اوونۍ، د کورونو د ۳۰ کلن پور دپاره د سود اوسطه کچه په تیرو کلونو کې د لومړي ځل لپاره تر ۶ سلنې را ښکته شو.»
ټرمپ همدارنګه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د یو مهم اقدام یعنې پر سوداګریزو شریکانو د لګول شویو تعرفو د بریا ستاینه هم وکړه.
ولسمشر وویل:«په یوازې یوه کال کې مې زموږ میاشتنی سوداګریز کسر په حیرانوونکې توګه ۷۷ سلنه راکم کړ، او دا ټول پرته له انفلاسیون څخه ترسره شول هغه څه چې هر چا ویل ناممکن دي.»
ټرمپ د نړۍ په اقتصاد کې د امریکا ځانګړې او اغېزمنه ونډه هم روښانه کړه او ویې ویل:
«متحده ایالتونه د نړۍ اقتصادي انجن دي او کله چې امریکا وده کوي، ټوله نړۍ هم ورسره وده کوي.»
ټرمپ یو ځل بیا د ملي امنیت له پلوه د ګرینلنډ د ترلاسه کولو لپاره د امریکا غوښتنه تکرار کړه.
د ۲۰۲۵ کال دپاره د امریکا د ملي امنیت ستراتیژۍ کې ، چې د ډسمبر په ۴مه خپره شوې، د لوېدیځې نیمې کرې ثبات ته د ټرمپ د ادارې د بهرنۍ تګلارې په سر کې ځای ورکړ شوی دی.
ټرمپ بیا ټینګار وکړ چې امریکا د ملي او نړیوال امنیت لپاره د ګرینلنډ د ترلاسه کولو غوښتنه کوي څو لکه څنګه چې د ستراتیژۍ په سند کې راغلي دي، د بهرنیو دښمنانو د نفوذ یا د مهمو شتمنیو د مالکیت» څخه خوندي وساتل شي. ټرمپ مخکې ویلي وو که امریکا د شمال په قطب کې دا ټاپو ترلاسه نه کړي، نو د امریکا سیالان روسیه او چین به یې ونیسي.
هغه وویل: «دا لوی، خو یو نا امنه ټاپو په اصل کې د لوېدیځې نیمې کرې په شمالي پوله کې د شمالي امریکا برخه ده. دا د امریکا د ملي امنیت د ګټو بنسټیزه برخه ده او په حقیقت کې، له سلګونو کلونو راهیسې زموږ تګلاره دا ده چې نیمې کرې ته د بهرنيو ګواښونو د داخلیدو مخه ونیسو.»
ټرمپ همداراز د لومړي ځل لپاره په څرګنده توګه وویل چې د ګرینلنډ د ترلاسه کولو لپاره به له زور څخه کار وانخلي.
هغه وویل:«یوازې متحده ایالتونه کولی شي د دې سترې سیمې ساتنه وکړي. همدا لامل دی چې زه د متحده ایالتونو لهخوا د ګرینلنډ د ترلاسه کولو په اړه د بیا خبرو لپاره د سمدستي مذاکراتو غوښتنه کوم. دا به ناټو ته ګواښ نه وي، بلکې د ټول ائتلاف امنیت به په پراخه کچه پیاوړی کړي.»
ټرمپ خپله دا وینا په داسې حال کې کوي چې د هغه اداره د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هڅو ته دوام ورکوي، هغه جګړه چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې هغه مهال پیل شوه چې مسکو پر خپل ګاونډي هېواد اوکراین یرغل وکړ.
تېره اوونۍ، سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته تایید کړه چې امریکا وروسته له هغې چې د ټرمپ ادارې پر ونیزویلا لګېدلي بندیزونه «په انتخابي ډول» بېرته نرم کړل د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یې د هغه هیواد څخه د تېلو د لومړني پلور بهیر بشپړکړ.
امریکا خپل بندیزونه هغه مهال یو څه نرم کړل چې د وینزویلا دیکتاتور نیکولاس مادورو د جنورۍ په ۳مه ونیول شو او نیویارک ته د نشهیي توکو سره د تړلې ترهګرۍ په تورونو محاکمې لپاره ولېږدول شو.
ټرمپ په داووس کې وویل چې امریکا تېره اوونۍ د وینزویلا له موقتې ادارې سره په همکارۍ «۵۰ میلیونه بېرله» تېل ترلاسه کړل او عاید به یې د واشنګټن او کاراکاس ترمنځ ووېشل شي.