ټرمپ: د کابل هوایي ډګر په ځانمرګي برید کې وژل شوي امریکایي سرتیري به هیر نشي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کابل په هوایي ډګر کې ۱۳ وژل شوي امریکایي سرتیري "زړه ور امریکایي اتلان" وبلل او زیاته یې کړه چې دا سرتیري د ناوړه جهادي ترهګرو لخوا ووژل شول.

جمهور رئیس ټرمپ د دې ۱۳ سرتیرو د و وژل کیدو د پنځمې کالیزې په مناسبت د ټروت سوشل په شبکې کې یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکا په وتلو نیوکه کړې.

ښاغلي ټرمپ لیکلي چې د افغانستان څخه د امریکا وتلو څخه وروسته، امریکایي ځواکونه "بې دفاع" پاتې شول، طالبانو ته یې اجازه ورکړله چې زرګونه "وینو ته تږي ترهګر" او نور جنایتکارن د بګرام له زندان څخه خوشې کړي.

جمهور رئیس ټرمپ دا د امریکا د ولس سره د تاریخ تر ټولو ستر "ظلم" وباله او زیاته یې کړې چې هیڅکله به یې هیر نکړي.

ټرمپ لیکلي چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو پر مهال یې د کابل په هوایي ډګر کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو سرتیرو د کورنیو غړیو سره کتلي دي او هغوي یې غوره خلک او "ستر وطنپالان" بللې دي.

جمهور رئیس لیکلي چې د دې خلکو سره یې ژمنه کړې چې سپینې ماڼۍ ته په ستنیدو به د هغوي لپاره عدالت پر ځای کوي او زیاتوي چې همداسې یې وکړل.

ټرمپ لیکلي چې د کابل په هوایي ډګر کې د ځانمرګي اصلي طرحه جوړوونکي نیول کیدل د متحده ایالاتو د سر اعلی قوماندان په توګه د هغه لپاره تر ټولو ستر ویاړ دی.

ښاغلي ټرمپ همدارنګه ویلي چې د وژل شویو سرتیرو کورنۍ به هیڅکله هیر نشي.

د ټرمپ سربیره، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په یوې اعلامیې کې د افغانستان څخه د امریکا په وتلو انتقاد کړی. ښاغلي روبیو په اعلامیې کې د بایډن حکومت پر مهال د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو وتل ناوړه او د متحده ایالاتو په تاریخ کې "تور داغ" بللی.

مارکو روبیو د کابل په هوایي ډګر کې د وژل شویو سرتیرو د کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې چې د ټرمپ حکومت د ابې ګیټ په پیښې کې د وژل شویو یادونې ته ژمن دی او دا چې پدې هکله به د امریکا ولس ته ځوابونه ورکوي چې هغوي یې وړ دي.

متحده ایالات د کابل څخه د امریکایي ځواکونو ایستلو د بهیر په هکله لا هم پلټنې کوي او دا پروسه ارزوي. د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسېت وايي، له افغانستان څخه د امریکا د ځواکونو د وتلو په اړه هغه ارزونه چې له اوږدې مودې راهیسې ورته انتظار کېده، نږدې بشپړه شوې او ښايي چې د روان دوبي په وروستیو کې خپره شي.

هیګسیټ ویلي چې دغه څېړنه د ۲۰۲۱ کال د وتلو د هغه بهیر د پېښو هر اړخیزه ارزونه کوي چې په افغانستان کې یې د امریکا شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه.

په هوایي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ په ځانمرګي برید کې چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یې د کولو ادعا کړې، ۱۳ امریکایي سرتیري او سلګونه ملکي افغانان ووژل شول.

۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، په داسې حال کې چې امریکايي او ائتلافي ځواکونه له افغانستان څخه وتل، طالبانو په چټکۍ سره د هېواد واک په لاس کې واخیست.

همدا مهال د افغانستان حکومت سقوط وکړ او ټوله نړۍ د کابل نړیوال هوايي ډګر د ګډوډیو د صحنو شاهده وه چیرې چې زرګونو افغانانو له هېواد څخه د وتلو هڅه کوله.

منتقدین د استخباراتي ارزونو نیمګړتیاوې، د پلان جوړونې ستونزې او د افغان حکومت د چټک سقوط عوامل هغه موضوعات بولي چې د چارواکو په وینا لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هېګسېت وویل، تمه کېږي چې دا راتلونکی راپور به د پوځي او ملکي مشرانو د پرېکړو، د تخلیې پر مهال د رامنځته شویو عملیاتي ستونزو او له دغه بهیر څخه د درس په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي.