په امریکا کې د افریقایي الاصله امریکايانو غوسه تاریخي رېښې لري

د امریکا په ګڼو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې دوام لري

په امریکا کې د پولیسو له خوا د بې وسلو تورپوستو امریکائیانو وژل دا حقیقت په ډاکه کوي چې د مارتین لوتر کینگ په مشرۍ د مدني حقونو د غورځنگ د لاسته راوړنو برسیره د تورپوستو امریکائیانو سره تبعیض کیږي او دوی سره د امریکا په ټولنه کې اوس هم د سپین پوسته امریکايي اتباعو په څیر چلند نه کیږي.

د امریکا په انډیانا کې د اساسي قانون متخصص ډاکتر محمد زبیر اشنا ټلویزویون سره د سکایب له لارې مرکه کې وویل چې د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې روانې مظاهرې به د امریکا په ټولنه او سیاست کې یو ځل بیا داسې بڼسټیز بدلون راوړي لکه د امریکا د پخواني ولسمشر ابراهم لینکن په وخت کې په ١٨۴۴ کال کې چې تورپوستي له مري توب نه ازاد کړل او بیا په ١٩٦۴ کال کې د تورپوستو مدني حقونه و منل شول.

ډاکټر محمد زبیر په امریکا کې د تورپوستو سره د عدالت او د پولیسو له خوا د تبعېضي چلند ته په اشارې وایي افریقایي الاصله امریکائیان د هیواد شا و خوا ١٣ سلنه نفوس جوړوي خو د امریکا په زندانونو کې د سپین پوستو په پرتله تورپوستي ډیر بندیان دي.

همدا رنگه هغه زیاتوي، په درس او تعلیم کې هم دوی د سپین نژاده خلکو په پرتله وروسته پاتې شوي او داسې کارونه کوي چې په هغو له خلکو سره ډېر مخامخ کیږي. او هم له دې وجې په وروستیو کې د نورو نژادونو په پرتله زیات شمېر تورپوستان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د ډاکټر محمد زبیر سره بشپړه مرکه دلته لیدلی شئ.