د واڼه کړکیچ؛ د علي وزیر ژغورنې ته د ولس چمتوالی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د جنوبي وزیرستان په بیلابیلو قبیلو غږ کړی چې د علي وزیر د ژغورني لپاره باید پورته شي

د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوه مشر علي‌ وزیر کورنۍ وایې چې د وزیر د ساتنې او ژغورنې لپاره زرګونه خلک د هغوي د کلا چاپیره شوي دي.

د علي وزیر ورور، مزمل د خلکو په حواله وایې چې د طالبانو په شمول هېڅ ځواک نشی کولې علي وزیر ته خطر پېښ کړي.

د جنوبي وزیرستان سیاسي نماینده وایې چې د امن له کمېټې (حکومت پلوه طالبان) او علي وزیر څخه یې یو بل ته د زیان د نه رسولو په خاطر ضمانت اخیستی دی. دغې ادارې ویلي چې روانه قضیه به تر اختر وروسته د یوې جرګې له لارې حل کړي.

د سیاسي نماینده د دفتر یوه استازي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې انګور اډه کې اوس هم ګرځ بندیز پر ځای دی او په ورځ کې یواځې دوه ساعته خلکو ته د ګرځېدو اجازه ورکول کیږي.

واڼه کې کړکیچ هغه وخت راوټوکېد چې د امن کمېټې په نوم د حکومت پلوو طالبانو یوه ډله د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه مشر علي وزیر او پلویانو یې برید وکړ.

د غورځنګ مشران وای چې په برید کې ۳ کسان وژل شوي او ۳۵ تنه ټپیان شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د جنوبي وزیرستان په بیلابیلو قبیلو غږ کړی چې د علي وزیر د ژغورني لپاره باید پورته شي.

سرچینې وایي طالبانو علي وزیر ته ګواښ کړی چې هغه د غورځنګ له لیکې څخه باید جلا شي کنه نو وبه وژل شي. علي وزیر بیا ډاډ ورکړی چې "د حق لارې څخه به تیر نه شي."

Your browser doesn’t support HTML5

د واڼه کړکیچ؛ د علي وزیر ژغورنې ته د ولس چمتوالی