ایا په افغانستان کې به پوبجي ګېم د تل لپاره بند شي؟

پوبجي د نړۍ یو تر ټولو نامتو او ډېره ډونلود شوې لوبه ده چې په یوه وخت کې یې د ۳،۲ میلیونو ډېرو کاروونکو لوړ ریکارډ هم جوړ کړی دی.

په افغانستان کې د پوبجي انلاین ګېم موقتي تړل کېدو وروسته د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې پر دغې لوبې دې د تل لپاره بندیز ولګول شي.

د خلکو دغه استازي وايي چې پوبجي ګېم افغان ځوانانو ته له ګټې نه هغه خوا څو برابره تاوانونه رسوي.

د ولسي جرګې یوې غړې فرزانه کوچۍ په دې اړه نن شنبه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۹) امریکا غږ ته وویل: "افغانستان کې د پوبجي لوبې تړل ډېر ښه اقدام دی ځکه زموږ د ځوان نسل د وخت لویه برخه ضایع کوي. له بلې خوا د کرکې او وژنې کړنې ترویجوي هسې هم زموږ هېواد په وینو ککړ دی."

پوبجي په ګرځنده ځیرکو ټیلیفونونو کې په انلاین ډول لوبول کیږي.

اغلې کوچۍ وايي چې د پوبجي یادو منفي ټکو ته په کتو باید دغه لوبه د تل لپاره افغانستان کې وتړل شي.

د ولسي جرګې یو پخوانی غړی فرهاد صدیقي وايي چې افغانستان کې د لوبو کولو فرهنګ تر اوسه نه دی ترویج شوی.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "ځوانان ګورو چې هر ځای کې په انټرنټي لوبو اخته دي. نه ورته ځانګړی وخت ورکوي او نه د لوبولو فرهنګ دود شوی دی. زه د حکومت د دغه اقدام هر کلی کوم."

تېره اونۍ د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا ویلي و چې دغه هېواد کې په موقتي ډول پر پوبجي لوبې بندیز لګول شوی دی.

له دې برسېره د دغې ادارې چارواکي نن امریکا غږ ته وویل چې دوی دغه لوبه تر هغې مودې افغانستان کې تړلې تر څو د کمپیوټري لوبو لپاره یوه کړنلاره تصویب شي.

سعید شینواري د اترا ادارې ویاند وویل: "که د پوبجي لوبه د زموږ د راتلونکې کړنلارې خلاف وه د تل لپاره به وتړل شي."

ښاغلی شینواری وايي چې افغانستان کې د پوبجي په شمول یو شمېر نورې لوبې هم ښايي وتړل شي.

د هند او پاکستان وروسته افغانستان دریم هېواد دی چې د دغه لوبه پکې تړل کیږي.

  • پوبجي څه ډول لوبه ده؟

پوبجي په ګرځنده ځیرکو ټیلیفونونو کې په انلاین ډول لوبول کیږي. دغې لوبې کې سل لوبغاړي یوې سیمې ته د الوتکې په واسطه لېږدول کیږي.

په دې سیمې کې لوبغاړي د وسلو راټولو پیلوي او یو بل وژني تر څو د لوبې وروستی لوبغاړی یا وروستۍ ډله د ډګر ګټونکې شي. یو لوبغاړی یا تر څلورو پورې لوبغاړي کولی شي په ګډه لوبډله جوړه کړي.

دغه لوبه د نړۍ یو تر ټولو نامتو او ډېره ډونلود شوې لوبه ده چې په یوه وخت کې یې د ۳،۲ میلیونو ډېرو کاروونکو لوړ ریکارډ هم جوړ کړی دی.

پوبجي په ۲۰۱۷ کې د لوبو بازار ته راغله. د امریکا غږ رپوټ پر بنسټ دغه لوبه د ۲۰۱۹ کال په سر کې افغان ځوانانو لوبوله.