د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د اوکتوبر ۲۹مه وویل چې د روسیې او اوکراین د جګړې په سیمه کې د ملکي وګړو د مرستې لپاره یو عملیات په پام کې نیول شوی او د امریکا د د ولسمشر مېرمنې، مېلانیا ټرمپ ملاتړ هم ورسره دی.
پوتین وویل، تمه ده چې د مرستو رسولو چارې د پنجشنبې یا د جمعې په ورځ ترسره شي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف هم د مېلانیا ټرمپ هڅې وستایلې او ویې ویل چې د اوکراین په اولېشکي ښار کې د بشري اوربند په رامنځته کېدو کې د هغې رول مهم و. هغه د خپلو کورنیو سره د اوکرایني ماشومانو د بېرته یوځای کېدو په برخه کې د میرمن ټرمپ نوښت ته هم اشاره وکړه.
د امریکا د لومړۍ مېرمنې مېلانیا ټرمپ په هڅو او د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو د مشر پاپ لېو په ګډون منځګړیتوب رامنڅته شوی دغه اوربند، د سې شنبې په ورځ نافذ شو. د اوربند موخه د ملکي وګړو ایستل او سیمې ته د خوراکي توکو، درملو او نورو بشري مرستو رسول دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، اوربند شپږ ورځې دوام کوي او اولېشکي ښار او شاوخوا سیمې، د خرسون پراخه سیمه هم پکې شامله ده. په دغو سیمو کې له کلونو راهیسې د ډرون الوتکو او توپونو بریدونه کېږي.
روسیې او اوکراین تر اوسه د اوربند د سرغړونې راپور نه دی ورکړی. د دواړو هېوادونو د بشري حقونو د کمېشنرانو دفترونو استازي هم د پنجشنبې په ورځ سیمې ته روان وو، څو د مرستو رسولو او له دې سیمې نه د ملکي وګړو د ایستلو بهیر وڅاري.
د روسیې دفاع وزارت هم د اولېشکي په سیمه کې د ماینونو د پاکولو د عملیاتو ویډیو خپره کړې ده. د کرملین د ویاند په وینا، د ماینونو پاکول به مرسته وکړي چې اوسېدونکي په خوندي ډول بشري مرستې ترلاسه او هغه کسان چې غواړي سیمه پرېږدي، ووځي.
په اولېشکي کې بند پاتې اوسېدونکي د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ دي. مسکو او کییف یو بل د سیمې د بشري وضعیت مسؤل بولي.