کابل کې د بشري حقونو کمېسیون پر کار کوونکو برید ته غبرګونونه

په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پر کار کوونکو نننۍ چاودنه د بهرنیو سفارتونو لخوا په کلکه غندل شول شوې ده.

نن شنبه د جون ۲۷(چنګاښ۷) د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې د بشري حقونو دوه کار کوونکي د هغوی په موټر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین چاونه کې ووژل شول.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه خبر تائید کړی او په دې اړه یې ژوره اندېښنه ښودلې.

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسون په دې اړه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره د وژل شوو کسانو له کورنیو سره غم شریکي څرګنده کړې ده.

هغه ویلي چې ورته بریدونه په هیڅ صورت د منلو نه دي.

ښاغلي ویلسن پر خپل ټوېټر لیلکي:"موږ له ټولو هغو کسانو څخه چې له دغه هیواد سره مینه لري تاوتریخوالی کم او وژنې پای ته ورسوي او د ورته بریدونو د معافیت په پای ته رسولو سره سولې ته کار وکړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما هم دغه برید غنلی او ویلي چې د بشري حقونو پر مدافعینو برید په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.

یوناما په دې اړه دجدي څېړنو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان لپاره اروپايي ټولنې هم ددغه برید د غندلو ترڅنګ د بشري حقونو کمېسیون د کار کوونکو په نښه کول پر ډموکراټیکو ارزښتونو برید بللی دی.

"دا د دیمو کراټیکو ارزښتونو پروړاندې برید دی،د بشري حقونو تر څنګ درېدل تر بل هر وخت زیات مهم دي."

په کابل کې د بریتانیې سفیري هم الیسون بلکي هم دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې د غمشریکۍ په ښودلو يې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړې ویلي:"د زړه له تله د وو تنو په وژل کېدو سره خواشینې شوم، د قربانیانو له کورنیو سره ژوره غم شریکي ښوو، دغه وژنې بای ختمې شي."

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتيکورو او یو شمېر نورو سفارتونو هم د بشري حقونو پر کار کوونکو دغه برید غندلی دی.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کار کوونکي په نښه کیږي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن شنبه وویل دغه چاودنه چې د دوولسمي امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون هم وروسته وویل چې وژل شوي کسان د دوی کار کوونکي دي چې دندې د تګ پر مهال یې د «بتخاک لور څلارې» په سیمه کې پر موټر نښلول شوي چسپکي ماین چاودنه کړې ده.