د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۱مه) په خپل ټروت سوشل کې ولیکل چې د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری رابرټ ګیلمن د روسیې له بند څخه ازاد شوی دی.
ولسمشر ټرمپ لیکلي دي: «زه په ویاړ سره دا اعلان کوم چې د امریکايی تبعه د متحدو ایالتونو پخوانی سرتېري رابرټ ګیلمن کور ته راستنېږي.»
ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې رابرټ د مخکني ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ په مهال په ۲۰۲۲ کال کې په روسیې کې زنداني شو. هغه لیکلي دي: «له وسمشر ولادیمیر پوتین سره زما له بحث څخه وروسته، روسیې توافق وکړه چې هغه د بشري خواخوږۍ له مخې خوشې کړي. موږ دا پرېکړه ستایو او حقیقت دا دی چې روسیې د دې په بدل کې هېڅوک نه دي غوښتي- هېڅ تبادله نه ده شوې.»
د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری، رابرټ ګېلمن، د روسیې له خوا له څه باندې څلورو کلونو بند وروسته، خوشې شوی او بېرته د متحده ایالتونو پر لور روان شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یوې اعلامیې په خپرولو ویلې چې، ګېلمن به له خپلې کورنۍ سره یوځای شي او په متحده ایالتونو کې به اړینې طبي درملنې ترلاسه کړي.
د هغه د خوشې کېدو خبر د اګست په ۱۱مه، د سې شنبې په ورځ، اعلان شو.
د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې امریکايي چارواکو له روسیي چارواکو څخه مننه کړې چې د ځانګړي استازي سټیو وټکوف سره یې د ګېلمن د خوشې کولو په برخه کې همکاري وکړه.
د رسنیو د راپورونو له مخې، ګېلمن په ۲۰۲۲ کال کې په روسیه کې ونیول شو.
د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ګېلمن له هغو څه باندې ۱۰۰ امریکايي اتباعو څخه یو دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې پر مهال یې د خوشې کېدو هڅه کړې ده.
خو اعلامیه زیاتوي چې د امریکايي بندیانو د بېرته راوستلو هڅې لا پای ته نه دي رسېدلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، لا هم هڅه کوي چې هغه نور امریکايي اتباع بېرته هېواد ته راستانه کړي چې د متحده ایالتونو په باور په بهر کې په ناحقه توقیف شوي دي. په دې کسانو کې امریکايي تبعه ۷۴ کلن سټیفن هبارډ هم شامل دی چې اوس مهال په روسیه کې بندي دی.
د ګېلمن خوشې کېدل په داسې وخت کې کېږي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت په روسیې او نورو هېوادونو کې د بندي امریکايي اتباعو د بېرته راوستلو لپاره خپلو هڅو او مذاکراتو ته دوام ورکوي.
د ټرمپ حکومت وايي، تر هغو به خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو هغه نور امریکايي اتباع چې د واشنګټن په باور په ناحقه توقیف شوي، هم بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.