د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو له اوکراین سره ددغه هېواد ۶۰ میلیارد ډالر مرسته وننګوله

د اوکراین دپاره د امریکا د حکومت د ۶۰ میلیارد ډالرو مرستې له اعلان وروسته، په کانګرس کې یو شمیر جمهوري غوښتونکو غړو ددغې مرستې اندازه او څرنګوالی تر پوښتنې لاندې راوستی. دوی استدلال کوي چې په امریکا کې د اقتصادي رکود احتمال او د چین له خوا متوجه امنیتي اندېښنو ته په کتو سره باید د دغو مرستو زیات نظارت وشي.

په نظر سنجیو کې وړاندوینه شوېده چې جمهوري غوښتونکي به وکولی شي چې د استازو د مجلس کنټرول په راتلونکو منځمهاله ټاکنو کې ترلاسه کړي.

په دې تړاو یوه پوښتنه دا کیږي چې د جمهوري غوښتونکو بریا به اوکراین ته د امریکا د مرستو په راتلونکي څه ډول اغیز ولري.

اوکراینیان اوس هم د دغه هیواد په پلازمینې کیف او نورو ښارونو کې د روسانو د ډرون او توغندیو د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي. په وروستیو بریدونو کې د دغه هیواد ملکي تاسیسات په نښه شویدي.

د اوکراین د خلکو د خدمتګار ګوند مشره، اولینا شوالیک وايي: "زمونږ خلک هره ورځ مري. هره ورځ مونږ په ټوله نړۍ کې د ډیموکراسۍ د دفاع لپاره جنګیږو. تاسو وینئ چې هره ورځ په مونږ د توغندیو او هاوانونو بریدونه کیږي، کورونه مو نړیږي او خلک مو وژل کیږي. تاسو باید مرسته کمه نه بلکه زیاته کړئ."

شوالیک، امریکا غږ ته وویل چې اوکراینیان د نومبر په اتمه د کانګرس د غړو د ټاکنې لپاره کېدونکې انتخابات چې ښايي ډیموکرات ګوند په کانګرس خپل نازک اکثریت په کې وبایلي، له نږدې څاري. که چیرې جمهوري غوښتونکي بریالي شي، د استازو مجلس ښايي کیف ته د مرستې د ورکولو مخالفت وکړي.

د سې شنبې په ورځ د استازو د مجلس د اقلیت مشر کیون مکارټي رسنیو ته وویل چې د اقتصادي رکود ظهور ته په کتو سره، امریکایان نه غواړي چې اوکراین ته د مرستو سپین چک ولیکي.

نورو جمهوري غوښتونکو غړو هم ویلي دي چې متحده ایالات باید د چین په پوځي غښتلتیا باندې ډیر تمرکز وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پیري وویل: "مونږ به له کانګرس سره په ګډه په دغو هڅو باندې د کېدونکو خبرو نظارت ته دوام ورکړو او له اوکراین سره به مرستې ترهغه وخته چې ضرورت وي جاري وساتو. مونږ زړه ورو اوکراینیانو ته چې هره ورځ د خپلې ازادۍ او ډیموکراسۍ لپاره جنګیږي، په خپلې کړې ژمنې ولاړ یو."

شنونکي وايي په جمهوري غوښتونکي ګوند کې د منزویتوب تمایلاتو ته په کتو سره، ځینې اندېښمن دي چې له اوکراین سره مرستې په تیره بیا بشري او اقتصادی مرستې به کمې شي.

خو د امریکا د پوځي مرستو په هکله تشویش لږ دی.

د جرمن مارشال فنډ څېړونکې، کریستین برزینا وايي، که چیرې په ښې اړخو کې په ټولیز ډول د امریکا له پوځي‌ صنعتي ماشین څخه د ملاتړ د علاقې په هکله فکر وشي، دا پوښتنه رامنځته کیږي چې د اوکراین او د ناټو په ختیځه پوله کې د میشتو اروپايي هیوادونو تر ټولو زیاته اړتیا څه ده.

هغې وویل: "دغه اړتیا د ډول ډول وسلو د سیستمونو ده، له مهماتو نیولې د های مارس او ډرونونو په شان د وسلو تر پیچلو سیستمونو پورې. د اروپايي هیوادونو دفاعي بودیجه هم له ټاکلي حد څخه زیاته شوېده."

د امریکا متحده ایالاتو اوکراین ته د ۶۰ میلیاردو ډالرو مرستې اعلان کړی دی، چې ۱۷ میلیارده یې یوازې پوځي مرستې دي چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې پیل شویدي.

د مې په میاشت کې کانګرس د ۴۰ میلیاردو نوې پوځي او بشري مرسته منظور کړه چې یو شمیر جمهوري غوښتونکو یې په خلاف رایه ورکړه.