ترمپ د جمهوري غوښتونکي نوماند د ټاکلو پروسه کې بدلون غواړي

د جمهوري غوښتونکي گوند مخکښ کاندید دانلد ترمپ دا ځل د جمهوري غوښتونکي گوند د نوماندۍ سیستم انتخاب تر نیوکې لاندې راوست او وې ویل چې جمهوري غوښتونکی ډیر یوه خرابه سیستم لري او باید بدل شي.

ښاغلي ترمپ په وایومنگ او کلورادو ایالتونو کې د استازو د رای اچونې په طریقې باندې نیوکه وکړه چې په هغه کې د مقدماتي ټاکنو پرته ټول ٣۴ استازي خپله رایه تد کروز ته ورکړې ده.

ښاغلي ترمپ وویل"نو سیستم کې درغلي شوې ده. دا یو بد او ناولی سیستم دی. د گوند مشران، د کنوانسیون گډونوال انتخابوي، دا ښه خبره نه ده."

ترمپ کارپوهان په کار گمارلي دي چې هغه سره د استازو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي خو د گوند چارواکي د استازو د سیستم په هکله د ترمپ شکایت رد کړ.

د جمهوري غوښتونکي گوند د ملي کمېټې مشر ریسن پریبس د ترمپ په ځواب کې داسې وایي. "دا سیستم له ډیره وخته جوړ شوی. دا سیستم چې د ابراهم لینکن لپاره کار کوو، زه فکر کوم چې د هر هغه چا لپاره به کار وکړي چې زمونږ نوماند وي."

دغه امریکایي میلیاردر، انتخاباتي کمپاینونو کې د جنجالي څرگندونو سره تر یوه حده د جمهوري غوښتونکي گوند اندیښنه یې پارولې ده داسې نه چې په پاتې ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکي گوند د مقدماتي ټاکنې وگټي.

امریکائیان په داسې حال کې د جمهوري ریاست د نوماندۍ د سیستم میکانیزم ته په دقت متوجه دي چې کیدای شي د جمهوري غوښتونکي گوند هیڅ کاندید و نشي کړای د جولای میاشتې په گوندي جرگه کې د بشپړ استازو په درلودلو د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره نوماند و ټاکي.

دغه امکان هغه مهال ډیر شو چې د جمهوري غوښتونکی تد کروز د شنبې په ورځ د وایومنگ ایالت ټول ١۴ استازي وگټل.

د نیویارک د ټاکنو ارزښت

د جمهوري ریاست د کاندیدانو په ټاکلو کې د سې شنبې په ورځ د اپریل په نولسم باندې په نیوبارک ایالت کې ټاکنې کیږي. په دیموکراتانو کې هیلري کلنټن ډاډه ښکاري خو برني سینډرز هم په خپل ټول وس هڅه کوي چې په نیویارک کې بریالی شي.

په جمهوري غوښتونکې گوند کې داسي ښکاري چې ټرمپ به د هغومره استازو ملاتړ ونلري چې په اسانۍ کاندید شي. له همدې امله، ښاغلی ټرمپ ددې گوند د کاندیداتورۍ پر پروسې نیوکې لري.

ډیره تمه کیږي چې د جمهوري غوښتونکي گوند مخکښ کاندید دونالد ترمپ په نیویارک ایالت کې چې د هغه کور دی مقدمامي ټاکنې وگټي.

ترمپ وایي "مونږ به د نیویارک ایالت خلکو ته بیا کارو بار پیدا کړو"

د نیویارک ایالت په گټلو به د ټرمپ د استازو شمیر لا ډیر شي. خو سیال یې تد کروز په بشپړه توگه هڅه کوي چې هرڅومره چې امکان ولري، د ټرمپ استازي خپل لور ته واړوي. او بالاخره وروستی انتخاب به همدا استازي کوي.

جمهوري غوښتونکی کاندید تد کروز وايي "مونږ د استازو یوه قاطع ډله لرو چې د گوند په ملي کنوانسیون کې زما ملاتړ کوي. که نه غواړی چې هیلري کلنتن په عمومي ټاکنو کې بریالۍ شي چې د ترمپ نوماندیدل همدا معنی لري، نو زه له تاسې غواړم چې هغو استازو ته رایه ورکړی چې زما ملاتړي دي."

د دموکرات گوند څخه هیلري کلنتن او برني ساندرز هم د استازو په سر سیالي کوي خو که چېرې ساندرز ټول پاتې ایالتونه د لوی توپیر سره وگټي، بیا هم ډیره تمه کیږي چې کلنتن به د دموکرات گوندي جرگې ته د اکثریت استازو سره لاړه شي چې نوماندي یې حتمي وي.

میرمن کلنتن ته ټولې رایې اهیمت لري. "زه هر رایې ته ارزښت ورکوم او هیڅ انفرادي رایه له پامه نه غورځوم او یقناً په هیواد کې هیځ ایالت او سیمه له پامه نه غورځوم."

په جمهوري غوښتونکو گوند کې، که چېرې د دونالد ترمپ د ټولو استازو شمیر تر پنځوس سلنه کم شي، نو د هغو بې طرفه سلو کسانو رایه به ډیر اهمیت ولري چې تر اوسه یې د هیڅ کاندید ملاتړ نه دی اعلان کړی.

او که په گوندي جرگه کې چې په جولای میاشت کې ترسره کیږي په لومړۍ رایگیري کې هیڅ یو کاندید اکثریت ونه گټي نو په دویم دور کې ټول استازي، ازادي لري که د خپلې خوښې کاند ته رایه ورکړي.