د اوکراین د پلازمېنې کیف هغه اوسېدونکي چې د روسیې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وروستي بریدونو کې ویجاړیو شویو ودانیو ته څیرمه ژوند کوي، وایي اوس د دې پرېکړې په اړه فکر کوي چې په ښار کې پاتې شي او که خپل ژوند بل ځای ته انتقال کړي.
روسیې د دوشنبې سهار د جولای ۶مه پر کیف او شاوخوا سیمو د توغندیو او ډرونونو پراخ بریدونه وکړل. د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
د اوکراین پوځ ویلي چې د روسیې له لوري توغول شوي ټول ۲۳ بالستیک توغندي یې ونه شو کړای چې شنډ کړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جوړو شویو پېټریاټ هوايي دفاعي سیستمونو د توغندیو د کمېدو له امله د کیف د دفاع وړتیا هم تر فشار لاندې راغلې ده.
۳۲ کلنې اناستاسیا ریباک، چې د برید ځای ته نږدې ژوند کوي، وویل، "همدا د روسي رولېټ په څېر ده. موږ هره ورځ په همدې ډول ژوند کوو. "
۳۱ کلنې ډیانا بوبروفسکا وویل چې هغې او کورنۍ یې شپه په پناهځای کې تېره کړه، ځکه د بل برید وېره ورسره وه.
هغې وویل، "دوه ورځې بې له خوبه تېرول ډېر سخت دی. له دې سره یو ځای دوامداره فشار هم دی. رښتیا ووایم، وضعیت ډېر خراب دی. " نوموړې زیاته کړه چې په لنډمهاله توګه به د خپلو خپلوانو کور ته ولاړه شي، خو په دایمي ډول د کیف د پرېښودو پلان نه لري.
۴۷ کلن ډاکټر رومان ستاروشتین، چې د برید سیمې ته نږدې اوسېږي، وویل د پرلهپسې بریدونو او پناهځایونو ته د تګ راتګ دوام د خلکو پر رواني او فزیکي روغتیا ناوړه اغېز کړی دی.
هغه، چې د خپل زوی ترڅنګ د ویجاړې شوې ودانۍ مخې ته ولاړ و او ژغورونکي لا هم د ژغورنې عملیات ترسره کول، وویل چې څو ځله یې د کیف د پرېښودو په اړه فکر کړی، خو د خپلې دندې له امله نه شي کولای ښار پرېږدي.
روسیې په وروستیو اوونیو کې پر کیف او نورو اوکرایني ښارونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي، په داسې حال کې چې د اوکراین هوايي دفاعي سیستمونه د لوېدیځو وسلو او مهماتو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.