د امریکا د الاسکا ایالت د سنا د ټاکنو پایلې اعلان شوې

د متحدو ایالتونو د الاسکا په ایالت کې د سنا د ټاکنو د تازه شمېرل شویو رایو په اساس د دموکرات ګوند نومانده میري پلتولا ګټونکې ده.

امریکایي رسنۍ وایي چې پولتولا خپل جمهوریت غوښتونکي سیال ډن سولیوان ته ماتې ورکړې، پلتولا د شمېرل شویو رایو ۵۰ فیصده او سیال یې ۴۶ فیصده ګټلې دي.

په ۲۰۲۴ کې د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ولسمشر ټرمپ د الاسکا انتخابات ګټلي وو.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د الاسکا د نتیجې له اعلان وروسته اوس د متحدو ایالتونو په سنا کې دموکراتان ۵۶ او جمهوریت غوښتونکي ۴۴ څوکۍ لري او دموکرات ګوند اکثریت دی.

د متحدو ایالتونو منځمهاله ټاکنې د نومبر په درېیمه وشوې دموکرات ګوند په کې د استازو خونې هم اکثریت ترلاسه کړی دی.

د امریکا په اکثریت ایالتونو کې د ټاکنو په ورځ پایلې اعلانېږي، خو د الاسکا په ایالت کې انتخاباتي مسئولین وایي چې فاصلې اوږدې دي او د پوستو له لارې اچول شوې رایې په ځنډ سره انتخاباتي مرکزونو ته رسېږي او له همدې کبله هلته نتایج په ځنډ سره اعلانېږي.

همدغه راز په دغه ایالت کې په ځنډ سره د رایو د نتایجو د نه اعلان یو بل عمده دلیل انتخاباتي قانون دی، چې رېنکډ چوایس ووټېنګ[Ranked Choice Voting] بلل کېږي. په دغه انتخاباتي سیستم کې که هېڅ یو کاندید هم د رایو د شمېرنې په لومړي پړاو کې تر ۵۰ فیصدو ډېرې رایې ترلاسه نه کړې، ګټونکی نه مشخص کېږي.

د بېلګې په توګه، لومړی د ټولو کاندیدانو رایې شمېرل کېږي او هر کاندید چې تر ټولو کمې رایې یوړلې، حذف کېږي او د هغه رایې په هغو کاندیدانو باندې وېشل کېږي، چې د ګټل شویو رایو په اساس په لست کې دویم وي. دا بهیر تر هغه پورې روان وي، چې کاندیدان د څه باندې ۵۰ فیصده نصاب پوره کړي او ګټونکی یې وټاکل شي.

راپورونه وايي چې میري پلتولا په لومړي دور کې ۵۰ فیصده رایې پوره کړې او ګټونکې بلل کېږي.

ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو د کانګرس نوي غړي به د ۲۰۲۷ کال د جنوري په درېیمه نېټه خپلې دندې پیل کړي.