ریچارد بنیټ: طالبانو د افغان میرمنو په وړاندې محدودیتونه پراخ کړي دي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وايي، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پرله‌پسې ډول خراب شوی دی. نوموړي امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي د نړیوالې ټولنې متضاد دریځونه د طالبانو پر وړاندې د فشارونو د اغېزمنتیا مخه نیسي.