د ۲۰۱۶ کال د المپیک سیالیو انځورونه
د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې د جنوبی کوریا او سویدن ټیمونو تر منځ د هنډبال لوبې یوه شیبه.
د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې د جمناستک روسي لوبغاړې، داریا سپریدونوا د سیالۍ په حال کې.
د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې د برازیل او سویدن د ښځو د فوټبال ټیمونو تر منځ د لوبې یوه شیبه. دا لوبه ۵ د ۱ په وړاندې برازیل وګټله.
د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې د ټینس امریکايي لوبغاړې، سرینا ولیامز، له خپلې استرالیايي سیالې، ګاوریلووا سره د لوبې په حال کې.
មនុស្សដើរនៅជិតដើមឈើដែលគ្របដណ្ដប់ទៅដោយទឹកកកនៅរដូវធ្លាក់ទឹកកកនៅឧទ្យាន Niagara Falls ទីក្រុង Ontario ប្រទេសកាណាដា។
د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې د هنګری لامبو وهونکې لوبغاړې، کاتینکا هوسزو چې وتوانیده د ښځو د ۴۰۰ متره مختلطه لامبو کې نړیوال ریکارد مات کړي او د سرو زرو مډال وګټي.
امریکايي لامبو وهونکی، مایکل فلپس، د المپیک ۲۳ مډالونو سره چې ۱۹ یې د سره زرو دي د نړۍ په کچه ریکارد لري. هغه د ۲۰۱۶ کال د المپیک د لامبو وهلو په سیالۍ کې هم د سرو زرو یو مډال وګټه.
امریکایۍ ورجینیا ټریشر په ټوپک د لس متره نښه ویشتلو کې د ۲۰۱۶ کال د المپیک سیالیو د سرو زرو مډال واخیست.
د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې امریکايي نښه ویشتونکې، السندا پریلي، د خپل توپک د مرمیو د بدلولو په حال کې.
د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې د مکسیکو د فوټبال ټیم مینه وال چې کلیوالې جامې یې اغوستې او خپل ټیم تشویقوي.