د دایکنډي ولایتي چارواکي وايي، نن د جمعې په ورځ ( ثور۲۰مه) د دغه ولایت د ناوه میش ولسوالۍ کې د مسافرو د سپرلۍ پر موټړ د سړک د غاړې ماین چاودیدلی، چې له امله یې اته تنه وژل شوي دي.
د ناوه میش ولسوال حاجي بال خان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې پیښه کې درې نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.
د ولسوال حاجي بال خان د وینا له مخې نن سهار کله، چې یو مسافر وړونکی فلاینګ کوچ موټر د دایکنډي ولایت څخه د کندهار ولایت ته روان وو، د ناوه میش ولسوالۍ بازار سره نږدې پرماین وخوت، چې له امله یې اته تنه ووژل شو او درې نور ټپیان شو.
ولسوال حاجي بال خان ادعا وکړه، چې دا ماین وسله والو طالبانو ښخ کړی وو.
ښاغلي بال خان وویل " د پیښې قربانیان ملکي وګړي دي، چې د ناوه میش، کیتي او د دایکنډي د خدیر له سیمو د کندهار ولایت ته روان وو".
د دایکنډي ولایت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن سهار درې بجې د ناوه میش ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي، چې له امله یې تراوسه یو افغان امنیتي سرتیری ټپي شوی دی.
د دایکنډي امنیه قومندان جنرال غلام سخې غفوري هم امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د ناوه میش ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه تائید کړي دي.
خو ښاغلي غفوري د مخابراتي شبکو د فعالیت د ځنډیدو له امله په دغو جګړو کې افغان ځواکونو ته د پیښ شوي سر د زیان په اړه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو د ناوه میش پر ولسوالۍ دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کړي، چې تیره ورځ د جنوب په زون کې د قاطع ملاتړ ماموریت قومندان د دایکنډي ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی وو.
تراوسه وسله والو طالبانو د ماین د چاودنې او د ناوه میش د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د بریدونه په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.