روبیو: امریکا د وینزویلا حکومت ته نږدې ډله د ترهګرو سازمانونو په لیست کې اچوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د "کارټل ډی لاس سولز" په نوم ډله چې د "وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مدورو په مشرۍ" فعالیت کوي، د "بهرني ترهګرو سازمانونو" په لیست کې شامله کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا پریکړه به په یوه اونۍ کې عملي شي.

روبیو زیاته کړه چې دا اقدام یې د مخدره توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې او د مدورو پر حکومت د فشار د زیاتولو په موخه ترسره کوي.

دا پریکړه به د دې ډلې لپاره د هر ډول مالي یا لوژستیکي ملاتړ مخه ونیسي او د پراخو بندیزونو په لګولو به دې ډلې سره تړلي اشخاص په نښه کړي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت مخکې پر دې ډلې بندیزونه لګولي وو، خو اوس د ترهګریز سازمان په توګه یې نومول واشنګټن ته ډیر قانوني واک ورکوي.

د "کارټل ډی لاس سولز" اصطلاح د امریکا حکومت د وینزویلا د پوځي او حکومتي چارواکو یوې شبکې ته د اشارې لپاره کاروي چې د واشنګټن په وینا د مخدره توکو قاچاق او غیرقانوني کان کیندنې په څیر فعالیتونو کې ښکیل دي.

نیکولاس مدورو د دې ډلې په مشرۍ د هر ډول رول څخه انکار کړی، خو امریکا وايي چې دا شبکه د هغه تر مستقیمې لارښوونې لاندې فعالیت کوي.

په ورته وخت کې چې متحدو ایالتونو د "کارټل ډی لاس سولز" د ترهګریز سازمان په توګه د نومولو پریکړه وکړه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې ممکن د نیکولاس مدورو سره خبرې اترې وشي.

ولسمشر ټرمپ وويل: "زه فکر کوم چې وینزویلا له موږ سره خبرو اترو ته لیواله دی." د امریکا ولسمشر د وینزویلا سره د تماس د وخت یا چوکاټ په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د امریکا حکومت په وروستیو کلونو کې د مدورو حکومت پر وړاندې سخته پالیسي غوره کړې ده، او سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راتګ سره، دا فشار د پام وړ زیات شوی دی.

واشنګټن دوه میاشتې وړاندې، د هغو معلوماتو لپاره چې د نیکولاس مدورو د نیولو لامل شي د انعام پیسې ۵۰ میلیون ډالرو ته لوړې کړې.

متحده ایالتونه مدورو د مخدره توکو د قاچاق داسانتیا په برابرولو تورنوي، خو د مدورو حکومت د مخدره توکو په قاچاق کې هر ډول رول ردوي.