د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کیوبا حکومت ته خبرداری ورکړی چې د ټرمپ اداره د بدلونونو تمه لري، او ویلي یې دي هغه کسان چې فکر کوي، دوي کولای شي د ټرمپ د ادارې تر پای پورې انتظار وباسي، دا به ددوي تیروتنه وي.
روبیو د فاکس نیوز سره په مرکې کې وویل، "موږ هیله لرو چې کیوبا به یوه بله لاره غوره کړي. موږ هیله لرو چې هغه کسان چې په یو ډول وسلې او دغه ځپونکی رژیم تر کنټرول لاندې لري، په دوی کې به داسې کسان هم وي چې سترګې پرانیزي او هغه واقعیت درک کړي چې دوی ورسره مخ دي."
روبیو وویل، د کیوبا په حکومت کې ځینې کسان لا هم فکر کوي چې کولای شي له بدلونونو ډډه وکړي او یوازې د ټرمپ د ادارې د واک د پای ته رسېدو لپاره انتظار وباسي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو زیاته کړه: "له بده مرغه، هغه کسان چې هلته لا هم انقلابي شعارونه ورکوي، ډېری یې لا هم فکر کوي چې کولای شي د دې ادارې د تېرېدو لپاره انتظار وباسي او هېڅ بدلون رانه ولي یا هېڅ اقدام ونه کړي. دوی تېروتنه کوي او که خپل دریځ بدل نه کړي، نو پایله به یې په سخته بڼه زده کړي."
د ټرمپ ادارې تر دې وړاندې ویلي چې غواړي د کیوبا په کمونیستي حکومت کې بدلون راولي.
کیوبا هم د سختو اقتصادي فشارونو ترڅنګ د سون توکو له جدي کمښت او د برېښنا له پرلهپسې پرېکون سره مخ دی، چې د زېربناوو د ناوړه وضعیت له امله لا پسې زیات شوي دي.
روبیو د وینزویلا په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې متحده ایالتونه پر اقتصادي بیا رغونې او سیاسي لېږد دواړو تمرکز لري.
هغه د ونیزویلا په اړه وویل: "ښه، په وینزویلا کې دوه شیان روان دي. لومړی، اقتصاد باید په پښو ودریږي، رغېدو ته دوام ورکړي، ځکه د وینزویلا خلکو ډېر کړاو لیدلی دی. تاسو پوهېږئ، موږ د ۲۵ یا ۳۰ کلونو د فساد او اختلاس په اړه خبرې کوو. خو بل هغه څه چې باید ترسره شي، او موږ پرې ډېر تمرکز لرو، هغه دموکراتیک لېږد دی. دوي اړتیا لري چې په دغه هېواد کې ازادې او عادلانه ټاکنې ترسره شي. موږ له ۲۰۱۵ کال له ملي شورا سره په ډېرې چټکۍ کار کوو، څو ژر تر ژره د ازادو او عادلانه ټاکنو لپاره اړین شرایط برابر شي، او بیا به وینزویلا په رښتیا هم هغه پرمختګ ته مخه کړي چې مستحق یې دی."
روبیو د دغو ټاکنو لپاره کومه مشخصه نېټه یا مهالویش وړاندې نه کړ.