روبیو: ایران د «نړۍ تر ټولو لوی یرغمل نیوونکی» دی

مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ د مارچ په نهمه د هغو امریکایانو یاد ته درناوی وکړ چې په بهرنیو هېوادونو کې بندیان یا یرغمل دي، او ژمنه یې وکړه چې متحده ایالتونه به تر هغه ارام نه شي تر څو هر هغه امریکایي وګړی چې په ناحقه نیول شوی، بېرته خپل هېواد ته ستون نه شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د یرغمل شویو او په ناحقه د بندیانو په یاد د بیرغ د پورته کولو د درېیمې کلیزې د مراسمو پر مهال وکړې.

روبیو ایران د «نړۍ تر ټولو لوی یرغمل نیوونکی» هیواد وباله او ویې ویل چې د فبرورۍ په ۲۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایران د «ناحقه بند د ملاتړي دولت» تر نوې کتګورۍ لاندې د لومړي هېواد په توګه ور شامل کړ.

د دې اقدام هدف دا دی چې هغو حکومتونو ته بد عواقب وښيي چې امریکايي وګړي د ډیپلوماتیکو معاملاتو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.

روبیو وویل: «هغوی امریکایانو ته د داسې توکو په سترګه ګوري چې نیولی یې شي څو بیا یې په راتلونکې کې د تبادلې لپاره وکاروي. دا لړۍ باید ودرول شي.»

د روبیو په وینا، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې له سلو ډېر امریکایان چې په ناحقه بندیان شوي وو، بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ادارې لپاره د هغو امریکایانو بېرته ستنول لومړیتوب ګني چې په بهر کې په ناحقه نیول شوي.

د برمته شویو د چارو لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بویلر وویل چې په مجموعي ډول امریکا د ۱۷۵ کسانو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړې، چې له سلو ډېر یې امریکایان دي، او پکې اسرائیلي او د نورو ملګرو هیوادونو اتباع هم پکې شامل دي.

بویلر زیاته کړه چې د «ناحقه بند د ملاتړي دولت» په نوملړ کې یوازې ایران ته نه، بلکې نورو هېوادونو لکه روسیې او افغانستان ته هم خبرداری ورکوي چې د امریکایانو ناحقه نیول به بد عواقب ولري.

بویلر د دوشنبې د مراسمو پر مهال وویل: «د امریکا ولسمشر روښانه کړې ده چې د امریکایانو یرغمل نیول یوه ستونزه ده او مسؤلیت لري.»

روبیو د دې ورځې ځانګړی اهمیت هم یاد کړ. د مارچ نهمه د روبریت لیونسن د ورکېدو کلیزه ده، چې د اف بي آې پخوانی ځانګړی استازی و او په ۲۰۰۷ کال کې د ایران په کیش نومي ټاپو کې ورک شو.

د امریکا حکومت په ۲۰۲۰ کال کې دې نتیجې ته ورسېد چې لیونسن د ایران په بند کې مړ شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې د بیرغ جګولو مراسم د لیونسن کورنۍ ته درناوي دپاره ځانګړي کړل چې د هغه دوه زامن، ډان او ډاګ، هم په مراسمو کې حاضر وو.

د اف بي آې مرستیال مشر کرستوفر رایا د لیونسن قضیه په ځانګړي ډول یاده کړه او ویې ویل چې دا د دې حکومت له تر ټولو دردناکو ناحل شویو قضیو څخه یوه ګڼل کیږي.

هغه وویل: «د خپل مسلکي ژوند په ډېره برخه کې موږ د رابریت په لټه کې وو. زه ډېر هڅول شوی یم چې په دې قضیه کې د هغه دکورنۍ سره مرسته وکړم. د رابرت د ورکېدو په اړه د حقیقت موندلو اړتیا تر بل هر وخت زیاته ده او موږ به هېڅکله ددې هڅې نه لاس په سر نشو.»

د اف بي آې په وینا، لیونسن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو نورو د اوږدې مودې دپاره یرغمل ساتل شوی امریکایي ګڼل کېږي.