امریکا د نړیوالې جنایي محکمې پر دوو قاضیانو بندیزونه ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحدو ایالتونو د اسراییلو د نښه کولو له امله د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) پر دوو قاضیانو بندیزونه لګولي دي.

روبیو د فبروري په میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمان ته په اشارې چې پر نړیوالې جنایي محکمې یې بندیزونه ولګول، په یوه بیان کې وویل: "نن، زه د نړیوالې جنایي محکمې پر دوو قاضیانو، د ګرجستان څخه ګوچي لارډکیپانیدز او له منګولیا څخه اردون بالسورن دمدین باندې، د ۱۴۲۰۳ اجرایوي فرمان سره سم بندیزونه لګوم."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بیان کې وویل: "دا اشخاص د نړیوالې جنایي محکمې په هغو هڅو کې مستقیم ښکیل دي چې د اسراییلو له رضایت پرته د اسراییلي اتباعو په اړه تحقیقات، نیول، توقیف یا پوښتنې ګروېږنې کوي."

روبیو وویل چې د هاګ محکمه د اسراییلو په وړاندې په "سیاسي اقداماتو" کې لاسوهنې ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړه: " موږ به د نړیوالې جنایي محکمې له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه ونه زغمو چې د متحدو ایالتونو او اسراییلو حاکمیت تر پښو لاندې کړي او په ناحقه امریکایی او اسراییلي اشخاص د نړیوالې جنایي محکمې قضاوت ته وسپاري.."

د جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا دا اقدام غندلی او دا یې د ادارې پر خپلواکۍ ښکاره برید بللی دی.
متحده ایالتونه او اسراییل د نړیوالې جنایي محکمې غړي نه دي، او روبیو دې ټکي ته په اشارې څرګنده کړه چې متحده ایالتونه او اسراییل د محکمې قضاوت ردوي.

متحدو ایالتونو د اګست په میاشت کې د نړیوالې جنایي محکمې پر څلورو چارواکو او د روان کال په جون کې پر څلورو نورو قاضیانو د اسراییلو د هدف ګرځولو له امله بندیزونه ولګول.

د جرمونو نړیوالې محکمې د هغو تورونو له امله د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نیولو امر صادر کړی چې وايي د حماس لخوا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پر اسراییلو د ترهګریزو بریدونو وروسته په غزه کې د هغه پوځي اقدامات جنګي جنایت دی.