روبیو وایي چې امریکا هڅه کوي له اروپا سره خپله ملګرتیا بیا احیا کړي
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا متحده ایالتونه وايي هڅه کوي له خپلو اروپايي متحدینو سره خپله پخوانۍ ملګرتیا بیا احیا کړي ترڅو هغه څه جوړ کړي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، هغه یو "نوې لوېدیځه پېړۍ" بولي چې په کې یوه "پیاوړې" اروپا د لوېدیځ تمدن د بقا په تضمینولو کې مرسته وکړي.