د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو وايي د ثبات دپاره هغه نړیوال ځواک چې د امریکا له خوا د غزې د امنیت په موخه یې وړاندیز شوی، باید د جګړې رول و نه لري.
دغه ځواک به د یوه میاشتنې اوربند د پیاوړتیا لپاره کار کوي، کوم چې د اسراییلو او د حماس ترهګرو تر منځ روان دی، حماس اوس د فلسطین د سیمې شاوخوا نیمه برخه تر واک لاندې لري.
روبيو دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په کاناډا کې خبریالانو ته وروسته له هغه وکړې، چې د اوو صنعتي هېوادونو (G7) د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې لیدنه وکړه.
هغه د ثبات دپاره د نړیوال ځواک د جوړېدو په اړه د یوه پوښتنې په ځواب کې وویل، "دغه ځواک د جګړې ځواک نه دی ځکه دا د امریکا د سولې د پلان برخه ده، هغه پلان چې په سپټمبر میاشت کې وړاندې شو او له حماس څخه غواړي چې په خپله خوښه بې وسلې شي. "
اسراییل او حماس دواړو په شفاهي ډول دغه پلان منلی او د اکتوبر په ۱۰مه یې اوربند ته غاړه کېښوده.
دا اوربند له هغه دوه کاله وروسته پلی کیږي چې حماس له غزې څخه په اسراییل برید وکړ، د ۱۲۰۰ څخه زیات اسراییلیان یې ووژل او ۲۵۱ تنه یې یرغمل کړل.
روبيو وویل، د ثبات دپاره هغه نړیوال ځواک چې امریکا هڅه کوي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې له لارې یې جوړ او قانوني کړي، باید د غزې په هغه نیمایي برخه کې چې د اسراییلو تر کنټرول لاندې نه ده، د ورځني امنیت چارې ترسره کړي.
ده زیاته کړه چې یوازې دا ډول ځواک کولای شي د غزې د خلکو لپاره د جګړې له ختمېدو وروسته د بشري مرستو په رسولو او د بیارغونې په برخه کې ستر پرمختګ رامنځته کړي.
روبيو او د G7 د تړون نورو بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ یو ګډ بیان هم خپور کړ، چې پکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې له پلان سره خپل پیاوړی ملاتړ بیا تکرار کړ.
دغه اعلامیه د کاناډا د نیاګارا په سیمه کې د دوو ورځو غونډې په پای کې خپره شوه. د دې بیان لاسلیک کوونکي د امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، او جاپان د بهرنیو چارو وزیران او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر وو.
د G7 بهرنیو چارو وزیرانو په خپل بیان کې وویل:
"موږ د اوربند او د بنديانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ. موږ ټینګار وکړ چې د یرغمل شویو د جسدونو د پاتې شونو بېرته سپارل ډېر مهم دي. موږ د بشري مرستو زیاتوالی وستایه، خو اندېښنه مو څرګنده کړه چې لا هم ځینې محدودیتونه شته. موږ له ټولو اړخونو وغوښتل چې د ولسمشر ټرمپ د پلان له مخې، اغیزمنو سیمو سره د ملګرو ملتونو د بیلو ادارو لکه هلال احمر، او نورو نړیوالو موسسو او نادولتي ادارو له لارې، پراخو او بېخنډه بشري مرستو ته اجازه ورکړشي."