د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې له ایران سره د امریکا د غیر مستقیمو خبرو اترو نوی پړاو به “سخت” وي، ځکه چې په هغه هیواد کې واکمن شیعه مذهبه عالمان د دیني عقایدو پر بنسټ پرېکړې کوي.
د امریکا استازي د دې اوونۍ لپاره د غیرمستقیمو خبرو بل پړاو ته پداسې حال کی چمتووالی نیسي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي تمه لري د امریکا او د ایران د رژیم ترمنځ نوې خبرې اترې به "سختې" وي چې تهران دې ته وهڅوي خپل ناوړه چلند ودروي.
روبیو د دوشنبې په ورځ هنګري ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې ده ته داسې ښکاري چې له ایراني رژیم سره دا فرصت لا هم موجود دی چې “په ډیپلوماټیک ډول داسې هوکړې ته ورسېږو چې زموږ اندېښنې حل کړي.”
هغه وویل چې امریکا به "په بشپړه توګه خوشبینه وي او هر کلی یې کوي".
خو روبیو زیاته کړه چې نه غواړي د یوې هوکړې د رامنځته کېدو امکان "له حده زیات وښيي."
هغه وویل: "دا به ګران کار وي. له ایران سره د رښتینو هوکړو کول د هر چا لپاره ډېر ستونزمن تمام شوی، ځکه موږ له هغو تندلارو شیعه روحانیونو سره مخ یو چې پرېکړې یې د جیوپولیټیک له اړخه نه، بلکې د مذهب له اړخه ټاکل کیږي."
روبیو تر دې مخکې د شنبې په ورځ سلواکیا ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي وو چې د امریکا ځانګړی استازی ستیف ویتکاف او د ولسمشر غیررسمي سلاکار جیرد کوشنر د ایران په اړه "مهمو غونډو" ته پر لار دي خو هغه د غیر مستقیمو خبرو د بل پړاو ځای او نېټه په ډاګه نه کړه. دا خبرې د فبرورۍ په ۶ نېټه په عمان کې د هغه هیواد د چارواکو په منځګړتوب بیا پیل شوې وې.
ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ایراني رژیم کولای شي د امریکا له پوځي برید څخه ځان وژغوري، که هغه څه ومني چې ده له امریکا سره "غوره هوکړه" وبلله.
ټرمپ او د هغه لوړپوړو سلاکارانو ویلي چې د هرې هوکړې د یوې برخې په توګه غواړي تهران څلور اساسي امتیازات ورکړي:
اول- د اټومي وسلو د جوړولو فعالیتونه بند کړي، دوهم – د هغو مظاهره کونکو وژل بند کړي چې د ډسمبر له ۲۸مې نېټې راهیسې یې د مذهبي واکمنۍ پر ضد پاڅون پیل کړی، درېیم - د بالستیک توغندیو پراختیايي پروګرام دې ودروي، او څلورم - د سیمې د هغو ترهګرو نیابتي ډلو ملاتړ بند کړي چې د امریکا او د هغې د متحد اسرائیل پر ځواکونو بریدونه کوي.
ټرمپ د جمعې په ورخ په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل که په ایران کې د تندلارو شیعه مذهبي مشرانو د ۴۷ کلنې واکمنۍ نه وروسته د رژیم بدلون پېښ شي نو دا په هغه هیواد کې تر ټولو غوره بدلون کیدای شي.”