روبیو د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو دفاع وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د سې شنبې په ورځ د ایران پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو دفاع وکړه او ویې ویل چې د دغه هېواد د اټومي پروګرام لپاره د رژیم دودیز دفاعي پوښ «په پراخه کچه کمزوری شوی» دی.

د امریکا دغه جګپوړي ډیپلومات وویل، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مناسب ډول اقدام کړی چې ایران یې د دې وړتیا څخه محروم کړی چې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د خپل دودیز دفاعي پوښ تر شا پټ شي.

روبیو د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د وینا پر مهال وویل چې له ایران سره خبرې روانې دي، خو خبرداری یې ورکړ چې له ایران سره خبرې «په سویس کې له خبرو سره ورته نه دي.»

هغه وویل: «دا ډېرې جلا دي؛ له بده مرغه، د منځګړو له لارې ترسره کېږي.»

روبیو وویل، ایران د خپل اټومي پروګرام د هغو برخو پر سر خبرو ته غاړه اېښې چې پخوا یې د بحث کولو څخه انکار کاوه.

هغه وویل: «د لومړي ځل لپاره ـ لږ تر لږه زما په یاد کې ـ هغوی هوکړه کړې چې د خپل اټومي پروګرام پر هغو برخو خبرې وکړي چې یوازې یوه میاشت مخکې، یا یو کال مخکې، یې حتی د یادولو څخه هم ډډه کوله.»

هغه زیاته کړه: «دا تضمین نه دی چې بالاخره به داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې د سنا یا د امریکا د خلکو لپاره د منلو وړ وي، خو موږ وکولای شول هغوی په یوه داسې بهیر کې شامل کړو چې رښتیا یې وازمایي چې تر کومه بریده د پرمختګ لپاره چمتو دي.»

روبیو وویل، د ټرمپ حکومت باور لري چې امریکا باید د نړۍ مشري وکړي، او ټینګار یې وکړ چې د امریکا مشري باید تل د امریکایي ګټو لپاره وي.

هغه وویل: «بهرنۍ تګلاره له اقتصادي تګلارې، سرحدي تګلارې او د انرژۍ له پالیسۍ جلا کېدای نه شي. هغه هېواد چې کښتۍ نه شي جوړولای، درمل نه شي تولیدولای، کډوالي نه شي

کنټرولولای، یا حیاتي سرچینو ته لاسرسی نه شي تضمینولای، نه شي کولای د خپلو خلکو، ګټو او د ژوند د طریقې دفاع وکړي.»

هغه زیاته کړه: «زموږ بهرنۍ تګلاره د ملي ځواک د اصلي بنسټونو پر محور بېرته تنظیمېږي. دا بودجه هم په همدې لوري کې یو بل ګام دی.»

دا لومړی ځل و چې روبیو د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل له ګډو پوځي عملیاتو وروسته په استماعیه غونډه کې د قانون جوړونکو مخې ته څرګند شو.

روبیو د کمېټې مخې ته حاضر شو څو د راتلونکي مالي کال لپاره د بهرنیو چارو وزارت د ۳۳.۶ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه توجیه کړي.

د وزارت په راپور کې ویل شوي چې دا بودجه به وزارت ته دا توان ورکړي چې خپله دنده ترسره کړي ـ یعنې د «امریکا لومړی» بهرنۍ پالیسۍ ته ژمنتیا، چې د امریکا حاکمیت خوندي کوي، امنیت پیاوړی کوي او د امریکا د خلکو سوکالي پرمخ وړي.