سپینه ماڼۍ: ټرمپ به د وینزویلا پر سرپرستو مشرانو خپل نفوذ ته دوام ورکړي

سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د وینزویلا د ثبات ساتنې په موخه، د هغه هېواد په نویو مشرانو خپل نفوذ وساتي.

سپینې ماڼۍ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۸) وکړې او زیاته کړې یې ده چې تمه لري د وینزویلا له موقتي مشرانو سره به همکاري دوام ومومي.

د متحدو ایالتونو د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي امریکاغږ ته په یوه برېښنالیک کې وویل: "ولسمشر ټرمپ په وینزویلا کې په سرپرستو چارواکو خپل اعظمي نفوذ ته دوام ورکوي، او پایلې یې بریالۍ دي – هېواد باثباته دی، غیرقانوني مهاجرت بند شوی، د مخدره توکو جریانونه درېدلي، او د تیلو نوی تړون به دواړه د وینزویلا خلکو او د امریکایانو لپاره اقتصادي سوکالي رامنځته کړي. ولسمشر تمه لري چې دا همکاري به دوام ومومي."

په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د وینزویلا په تړاو د واشنګټن د پالیسۍ په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ورکوي او اټکل کیږي چې روبیو د وینزویلا سرپرستو مشرانو ته خبرداری ورکړي چې که له واشنګټن سره په همکارۍ کې پاتې راشي، نو ممکن د امریکا د احتمالي پوځي اقدام سره مخامخ شي.

د روبیو د وینا د متن په اساس چې د ګڼو خبري وېبپانو لخوا لیدل شوی، اټکل کیږي چې روبیو ووایي چې امریکا چمتو ده چې د نورو لارو د ناکامۍ په صورت کې د اعظمي همکارۍ د ډاډمنولو لپاره له ځواک څخه کار واخلي.

دا موضوع نږدې یوه میاشت وروسته له هغې مطرح کیږي چې امریکایي ځواکونو د پراخو عملیاتو په ترسره کولو، د وینزویلا پخوانی دیکتاتور، نیکولاس مادورو، او د هغه مېرمن، سیلیا فلوریس مادورو، ونیول.

دواړه د جنورۍ په پنځمه نېټه په نیویارک کې یوې محکمې ته حاضر کړای شول. دوي د مخدره توکو په قاچاق او د هغو وسلو په لرلو تورن دي چې د متحدو ایالتونو په وړاندې یې کارولې.

ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې د وینزویلا د نویو مشرانو سره همکارۍ ته اشاره کړې. د وینزویلا د سرپرست مشرتابه مشري د مادورو پخوانۍ مرستیاله، ډیلسي روډریګوز، کوي چې اوس د هغه هېواد سرپرسته ولسمشره هم ده په غاړه لري.

اټکل کیږي چې مارکو روبیو په دې ټکي ټینګار وکړي چې متحده ایالتونه له وینزویلا سره په جګړې کې نه ده او دا چې د جنورۍ په دریمه نېټه ترسره شوی عملیات، د قانون پلي کولو له یو اقدام سره مرسته وه.

د ټرمپ د حکومت چارواکو ژمنه کړې چې امریکا هوډ لري چې د لویدیځه نیم کره د نشه يي توکو د قاچاقبرانو، د ایران د نیابتي ډلو او هغو دښمنو رژیمونو لپاره چې د متحدو ایالتونو ملي امنیت ته ګواښ متوجه کوي، د یوه خوندي ځای د بدلېدو څخه مخنیوی وکړي.