ټاکل شوې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ (مۍ۲۲) سویډن ته سفر وکړي او هلته به د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي، چې د ناټو غړو ترمنځ د دفاعي پانګوونې د زیاتوالي او د ګډو مسؤلیتونو د لا پراخې ونډې په اړه خبرې وکړي.
دا سفر له جرمني څخه د امریکا د پنځو زرو سرتېرو د اېستلو د پرېکړې سره، چې د روانې میاشتې په پیل کې وشوه، هممهاله کېږي، د ولسمشر ټرمپ حکومت پر اروپايي هېوادونو فشار راوړي چې د خپلې دفاع مسؤلیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي. همدارنګه، دغي ادارې پولنډ ته د امریکايي ځواکونو د لېږلو بهیر هم ځنډولی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د سې شنبې په ورځ وویل: "موږ غواړو اروپا د خپلې خاورې د ساتنې مسؤلیت پخپله غاړه واخلي.”
د ناټو د متحدو ځواکونو لوی قوماندان جنرال الیکسس ګرینکېویچ وویل، دا بدلونونه هغه څه دي چې په نږدې وخت کې یې تمه کېږي، خو امریکا به ښايي خپل پوځي حضور نور هم تنظیم کړي، ځکه اروپا هڅه کوي د خپلې دودیزې دفاع ډېره برخه خپله پر مخ یوسي.
تمه کېږي چې د هلسینګبورګ په ښار کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به پر دفاعي لګښتونو متمرکزه وي، چې پکې له اوکراین څخه د دوامدار ملاتړ موضوع هم شامله ده. دا خبره د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمیر ستېنرګارد کړې ده.
د ۲۰۲۵ کال د ناټو په سرمشریزه کې، غړو هېوادونو موافقه کړې وه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د خپل کلني ناخالص کورني تولید ۵ سلنه د اساسي دفاعي اړتیاوو او نورو امنیتي لګښتونو لپاره ځانګړې کړي.
روبیو به په سویډن کې له لومړي وزیر اولف کریسټرسن او د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره هم وګوري، چې د ګډو ګڼو موضوعګانو خبرې وکړي. همدارنګه، تمه کېږي چې هغه به د شمالي قطب د اوو هېوادونو له استازو سره هم وګوري، څو په شمالي قطب سیمه کې د ګډو اقتصادي او امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.
د سویډن له سفر وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روبیو به هند ته هم ولاړ شي، څو له هندي چارواکو سره د انرژۍ امنیت، سوداګرۍ او دفاعي همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.
هغه به د مې له ۲۳مې تر ۲۶مې پورې کلکته، آګره، جیپور او نوې ډیلي ته سفر وکړي.