د امریکا د متحدو ایالتونو په هوايي ډګرونو کې په الوتنو کې د یو لړ خنډ او ځنډ تر رامنځته کېدو وروسته، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې حکومت یې د "الوتنو د کنټرول سیسټمونو" لپاره پلان لري او اړتیا ده چې کانګرس ورته پېسې تخصیص کړي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ [نومبر ۱۵مه] د تروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې ولیکل: "موږ د الوتنې کنټرول سیسټمونو په اړه پوهه او پلان لرو. موږ ته ژر تر ژره د کانګرس له خوا پیسو ته اړتیا ده!"
ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې د پخواني ولسمشر جو بایډن پر ادارې نیوکه کړې چې د هوايي چلند په برخه کې یې پېسې په ناسمه توګه لګولې دي.
ټرمپ زیاته کړې چې اوس د هوايي چلند فدرالي اداره "عالي" عمل کوي او خپلو چارو ته دوام ورکوي.
په یو جلا پیغام کې ولسمشر ټرمپ ولیکل که کانګرس حکومت ته لازمې پېسې ورکړي نو دوي به سیسټمونه په "چټکۍ او اغېزمنه توګه" ورغوي.
ولسمشر ټرمپ لیکلي: "موږ کار لا دمخه پیل کړی دی خو دا باید په یو وار بشپړ شي نه ټوټې ټوټې. کانګرس باید [بودیجه] تصویب کړي."
د هوايي چلند د فدرالي ادارې مشر براین بیډفورډ ویلي چې ښايي د یکشنبې تر ماښامه د هوایي شرکتونو فعالیتونه تر ډېره حده عادي حالت ته راوګرځي. هغه د یو لړ ګډوډیو د رامنځته کېدو له کبله بخښنه وغوښته خو ډاډ یې ورکړ چې سیسټم اوس هم باثباته دی.
د فلایټ اوییر (FlightAware) په نوم د هوايي چلند یوې وېبپاڼې لیکلي چې د شنبې شپې تر ۹:۳۵ بجو پورې هوایي شرکتونو له ۶۴۰۰ څخه ډېر پروازونه لغوه او له ۸۰۰۰ څخه ډېر یې ځنډولي وو.
د هوايي چلند فدرالي ادارې د جمعې په ورځ په متحدو ایالتونو کې ټولې الوتنې وځنډولې چې له امله یې د نږدې پنځو ساعتونو لپاره الوتنې په ټپه ودرېدې.
دا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې لومړی ځل و چې په عمومي توګه الوتنې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کېږي.
د خبرونو له مخې، د وضعیت د ارزولو لپاره د جمعې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې یوه بېړنۍ غونډه راوبلل شوه څو معلومه کړې چې ایا دا یو سایبري برید و که نه. د متحدو ایالتونو د ترانسپورت وزیر شان ډفي د شنبې په ورځ وویل چې د ستونزې سرچینه د هوايي چلند د فدرالي ادارې د یوه قراردادي لخوا په یو تاسیساتي مرکز کې د لږ تر لږه یوه نوي روټر نصبول وو.
ډفي د هوایي ټرافیکو د کنټرول سیسټمونو د ودې لپاره له کانګرس نه د ۵۰ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه.
د استازو جرګې مشر مایک جانسن د شنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې هغه سږ کال د هوایي ټرافیکو لپاره د لا زیاتې بودیجې د تصویبولو ملاتړ کوي.
د امریکا د استازو جرګې دېموکراتو غړو ریک لارسن او اندري کارسن چې ټاکل شوې راتلونکی کال په ترتیب سره د استازو جرګې د ټرانسپورت او زیربناوو کمیټې او د هوايي چلند د فرعي کمیټې مشري وکړي، د شنبې په ورځ په یوې ګډې اعلامیې کې ولیکل چې د دوی کمیټې به "حکومت د هغه څه لپاره حساب کتاب ته راوبولي چې راپېښ شول څو ډاډ ترلاسه شي چې دا ګډوډي بیا نه تکرارېږي."