ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه لایحه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د امریکا حکومت د امریکايي پانګهوال او محکوم شوي جنسي مجرم جېفري ایپستین د دوسیو خپرول لازمي کړي.
ټرمپ د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې د لاسلیک د اعلان په یوه پیغام کې وویل:
" د عدلیې وزارت زما په لارښوونه، نږدې ۵۰ زره اسناد کانګرس ته سپارلي دي. دا له یاده مه اوباسئ چې د بایډن ادارې د ډیموکرات ایپستین په اړه حتی یو فایل یا یوه صفخه هم نده خپره کړې او نه یې کله د هغه په اړه خبرې کړې دي. ډیموکراتان د 'ایپستین' موضوع چې تر جمهوري غوښتونکو هغوی ته ډېر زیان رسوي، د دې لپاره کاروي چې زموږ له حیرانوونکو بریاوو څخه پام بل لوري ته واړوي."
ټرمپ وایي جفري ایپستین ټول عمر یو ډیموکرات و چې زرګونه ډالره یې د ډیموکراتو سیاستوالو سره یې مرسته کړې او له زیات شمېر مشهورو ډیموکراتو څېرو سره یې ژور تړاو درلود."
د اپستین د دوسیو د خپرېدو پر سر د فشارونو په لړ کې، د دواړو ګوندونو غړو، دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو، پر یو بل تور ولګاوه چې په دې قضیې کې له دخېلو مهمو څېرو سره د اړیکو د پټولو هڅه کوي.
ډیموکرات استازي رو کانا او د هغه جمهوري غوښتونکي ملګري توماس میسي د څو میاشتو هڅې رهبري کړې څو د استازو جرګه د دې قانون پر سر رایه ورکړي، چې د "ایپستین د دوسيو د شفافیت قانون" بلل کېږي.
د استازو جرګې دغه طرحه د دې اوونۍ په غونډه کې تصویب کړ، وروسته سنا ته ولېږل شو او بیا د ټرمپ د لاسلیک لپاره سپینې ماڼۍ ته واستول شو.
د قانون له مخې، عدلیې وزارت ته امر کېږي چې د اپستین اړوند ټولې دوسیې او اړیکې په ۳۰ورځو کې پداسې بڼې خپاره کړي چې لټول یې اسانه وي.
په تصویب شوې لایحې کې یادونه شوې چې "د عدلیې وزارت ته اجازه ورکول کېږي چې د قربانیانو شخصي معلومات او هغه مواد چې روان فدرالي تحقیقات له خطر سره مخ کوي، پټ وساتي."
ایپستین په ۲۰۱۹ کال کې په نیویارک کې د زندان په خونه کې مړ وموندل شو چې ځان وژنه وبلل شوه. هغه د جنسي قاچاق او تر ۱۴ کلنو پورې د لسګونو ماشومو نجونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیول شوی و او محاکمې ته په تمه و.
ایپستین تر دې وړاندې په ۲۰۰۸ کال کې په فلوریډا ایالت کې په یوه قضیه کې د جنسي جرم په تور هم محکوم شوی و.
ټرمپ ایپستین د فلوریډا په جنوبي برخه کې د مار-ا-لاګو د شخصي کلب غړی و. خو ټرمپ تل ویلي چې ډېر وخت وړاندې یې له ایپستین سره اړیکې پرې کړې وې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د همدې میاشتې لومړیو کې وویل چې "جېفري ایپستین تر هغې د مارالاګو د کلب غړی و چې ولسمشر ټرمپ هغه لدې کلب څخه وایست، ځکه چې جېفري ایپستین د ماشومانو ځوروونکی او منحوس و."