پر کیف د روسیې بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي

آرشیف

روسیې په تیرو دوو ورځو کې پر اوکراین پرله‌پسې ستر بریدونه کړي، چې په بېلابېلو ښارونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي.

په دغو بریدونو کې د هایپرسونیک توغندی هم کارول شوی چې د اټومي وسلې د وړلو وړتیا لري. اوکرایني چارواکو دغه برید پر کییف له هغه وخت راهیسې چې روسیې څه باندې څلور کاله دمخه په اوکراین بریدونه پیل کړل، تر ټولو لوی برید بللی.

روسیې د یکشنبې په ورځ، پر اوکراین شاوخوا ۶۰۰ ډرونونه او ۹۰ توغندي وتوغول، چې په کې یو "اورېش نیک" هایپرسونیک بالستیک توغندی هم شامل و، چې د اټومي کوپړۍ د لېږد وړتیا لري. په دغه برید کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او په کییف کې نږدې ۱۰۰ نور ټپیان شول.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، "اورېش نیک" توغندي د "بیلا سرکوا"ښار په نښه کړ، چې د کییف سوېل ته شاوخوا اتیا کیلومترۍ کې پروت او شاوخوا ۲۰۰ زره نفوس لري.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر، ایهور کلیمنکو ویلي روسیې بیګا شپه بیا برید وکړ چې پکې د درېیو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۷۹ نور ټپیان شول. روسیې بیګاه شپه پر اوکراین ۶۹ توغندي او ۲۹۸ ډرونونه وتوغول، چې ۲۲ ځایونه په مستقیم ډول په نښه کړل.

د دوشنبې په ورځ په جلا برید کې، روسي ځواکونو د ختیځ ښار کراماتورسک پر ښار پنځه "FAB-250"ډوله بمونه وغورځول، چې د دونېڅک د سیمه‌ییزې څارنوالۍ دفتر په وینا، دوه کسان یې ووژل، درې نور یې ټپیان کړل، او ۱۴ ودانیو او یوه ښوونیزه اداره یې زیانمنه کړه. د سیمې والي، ویلي چې د روسیې په برید کې د دنیپرو په ښار کې هم څلور کسان ټپیان شوي دي.

روسیې ویلي، د دوی بریدونه د اوکراین پوځي قوماندانۍ او دفاعي صنعت تاسیسات په نښه کوي او دا یې د کییف د بریدونو ځوابي بریدونه بللي دي. اوکراین بیا وایي چې اوکرایني بریدونه ملکي وګړي نه دي په نښه کړي.

دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې اوکراین د مې په ۲۳مه روسیې تر ولکې لاندې د لوهانسک سیمې په ستاروبیلسک ښار کې د محصلینو پر لیلیه د ډرون برید وکړ، چې روسیې ادعا کړې ۱۸ کسان پکې وژل شوي دي. اوکراین د لیلیې په نښه کول رد کړي او ویلي یې دي چې په سیمه کې یې د ډرونونو د یوې ځانګړې قوماندانۍ واحد په نښه کړی و.

د روسیې تر ولکې لاندې د ختیځ اوکراین د هورلیفکا ښاروال ویلي، د دوو تنکیو ځوانانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او پړه یې پر اوکرایني ځواکونو اچولې ده.

سیمه‌ییزو چارواکو د روسیې د بلګورود په سیمه کې، ویلي، د اوکراین د توغندیز او ډرون برید له امله یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی، چې ورسره برېښنا او اوبه هم قطع شوې دي.

اوکراین هم خپل لرې واټن بریدونه په څرګند ډول زیات کړي دي، چې د تور سمندرګي پر غاړه یې د روسیې د «شېسخاریس» د تېلو ترمینل، د پېرم په سیمه کې یو کیمیاوي فابریکه، او د مسکو هوايي ډګرونو ته د تېلو رسولو یوه پمپ سټېشن په نښه کړي دي.

د اوکراین د ډرون ځواکونو قوماندان ویلي، د اوکرایني بریدونو له امله د روسیې د نفتو له ۱۰ سترو تصفیه‌خونو څخه شپږو د خامو تېلو تصفیه درولی دی. همداراز، روسیې د کریمیا په اشغال شوې سېواستوپول سیمه کې د تېلو جیره‌بندي پیل کړې او دلیل یې «لوژستیکي ستونزې» بللې دي.