د اوکراین د بیړنيو چارو دولتي ادارې ویلي چې د روسیې د سې شنبې د ورځې په بریدونو کې د سومي په ښار کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، روسیې پر سومي څلور هدایت شوي هوايي بمونه وغورځول چې ملکي تاسیسات او بنسټیزې زیربناوې پکې زیانمنې شوې.
هغه ویډیو چې د اوکراین د بیړنیو چارو ادارې خپره کړې، ښيي چې ژغورونکي یوه ښځه د کانکریټي تختو له لاندې راباسي، چې د برید له امله ایساره شوې وه.
بل لور ته، د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د روسیې د سې شنبې ورځې په برید کې د ژاپوریژیا په ښار کې شپږ کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، ټپیان شوي دي.
د اوکراین د بیړنیو چارو ادارې ویلي چې په دغه برید کې ملکي زیربناوې او د فرهنګي میراث یوه تاریخي ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې د شپې له خوا پر اوکراین د اوږد واټن ویشتونکي ۱۵۴ بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) توغولي دي.
د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، هوايي دفاعي ځواکونو له دغو ډرونونو څخه ۱۳۸ یا خو ویشتلي او یا یې د برېښنايي جګړې له لارې شنډ کړي دي، خو ۱۳ ډرونونو د هېواد په لسو بېلابېلو سیمو کې زیانونه اړولي دي.