د اوکراین چارواکو د سېشنبې په ورځ وویل چې د روسیې په بریدونو کې، چې په سلګونو ډرونونه پکې کارول شوي، لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وویل چې پلازمېنه کییف باندې تر ټولو سختو بریدونه شوي، او د روسیې بریدونو د استوګنې لسګونه ودانۍ په نښه کړې دي.
روسیې تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې په روسیه کې دننه د اوکراین د ډرون بریدونو په ځواب کې به پر کییف بریدونه وکړي. روسي چارواکو دغه بریدونه “ترهګریز بریدونه” بللي دي.
د روسیې پوځ د سېشنبې په ورځ وویل چې د دوی بریدونه د اوکراین د دفاعي صنعت پر تاسیساتو متمرکز وو.
زېلېنسکي وویل چې روسي ځواکونو په دغو بریدونو کې څه باندې ۶۰۰ ډرونونه او ۷۰ توغندي کارولي، او د ډنیپرو ښار هم پکې په نښه شوی و.
هغه وویل، اوکراین “د خپلو متحدینو پر ملاتړ حساب کوي” او د خپل هوايي دفاعي سیستم لپاره یې د مرستې غوښتنه وکړه.
زېلېنسکي وویل: “اروپا د خپل بالېسټیک ضد دفاعي سیستم ته اړتیا لري، څو دا جګړه بالاخره پای ته ورسېږي. همدارنګه، د پاتریوت دفاعي سیستمونو لپاره د توغندیو په برابرولو کې د متحدو ایالتونو مرسته بېخي اړینه ده.”
روسیې د سېشنبې په ورځ یو ځل بیا له اوکراین وغوښتل چې د هېواد په ختیځه برخه کې د دونېڅک سیمې ځینې برخې پرېږدي. اوکراین بیا بیا دغه غوښتنې رد کړې دي.
د روسیې پوځ وویل چې د سېشنبې په ورځ یې د اوکراین ۱۴۸ ډرونونه شنډ کړي دي. د روسیې د (کراس نودار) په جنوبي سیمه کې چارواکو ویلي چې د اوکراین د برید له امله د تېلو په یوه تصفیهخانې کې اور لګېدلی دی.
دغه جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل سره پیل شوه.