روسیې پر کیف د بالستیک توغندیو برید کړی

روسیې د سه‌شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د اوکراین په پلازمېنې کیف باندې د بالستیک توغندیو برید وکړ. دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې اوکراین او د اروپا نهو متحدو هېوادونو د اروپا لپاره د بالستیک توغندیو ضد دفاعي سیسټم د جوړولو لپاره د یوه ائتلاف اعلان وکړ.

د جګړې دواړو خواوو پر یو بل بریدونه زیات کړي دي، او کرملین د اوکراین د جګړې له پای وروسته د امنیت په اړه د اروپایي هېوادونو وړاندیزونه رد کړي دي.

وروسته له هغې چې د اوکراین هوايي ځواک د را روانو توغندیو خبرداری ورکړ، د اوکراین په پلازمېنه کې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول. د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو په ټیلیګرام کې وویل، "دښمن پر کیف د بالستیک توغندیو برید کوي. " هغه زیاته کړه چې د هوايي دفاع سیسټمونه فعاله شوي او د ښار په جنوبي هولوسییفسکي سیمه کې اورونه لګېدلي دي.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغې وشو چې د "ارادې ایتلاف" په نوم د ځینو اروپایي هیوادونو مشرانو په پاریس کې غونډه وکړه. په دې غونډه کې د اوکراین، فرانسې، جرمني او بریتانیا په ګډون لسو هېوادونو د اروپا لپاره د "یوازې دفاعي" بالستیک ضد وړتیاوو د پراختیا پلان اعلان کړ.

کیف له جون میاشتې راهیسې له پرله‌پسې پراخو بریدونو سره مخ دی چې په کې بالستیک توغندي کارول شوي؛ دغه توغندي چټک دي او شنډول یې هم ستونزمن دي. د روسیې له خوا د جولای د لومړۍ او دویمې نیټې کې؛ په یوه شپه بمبار کې ۳۰ کسان ووژل شول.

د اوکراین پوځ وویل چې اوکراین د سه‌شنبې په شپه ځوابي برید وکړ او د روسیې د اورال په سیمه کې د پټروکیمیاوي کمپلکس او د روسیې په جنوب کې د تېلو یوه تصفیه‌خانه په نښه کړه.

د باشکورتوستان والي رادي خابيروف وویل چې زیان یوازې د برېښنا د لینونو او خدماتي تجهیزاتو محدودو برخو ته رسېدلی او اټکل یې وکړ چې دا فابریکه، چې د روسیې د تېلو د تصفیې شاوخوا ۲.۷ سلنه جوړوي، به په څو ورځو کې عادي تولید بېرته پیل کړي.

په روسیې تر اشغال لاندې کریمیا کې، د سېواستوپول ښار د اوکراین د شپنیو بریدونو وروسته د برېښنا نوبتي قطع کیدل اعلان کړل. د مسکو له خوا ټاکل شوي والي میخایل رازواژایف وویل چې خلکو ته به دوه ساعته برېښنا ورکول کېږي او وروسته به د شپږو ساعتونو لپاره برېښنا پرې کېږي.

په ډیپلوماتیک ډګر کې، کرملین وویل چې د روسیې له ګډون پرته اوکراین ته هېڅ امنیتي تضمین نه شي ورکول کېدای، او د جرمني د صدراعظم فریدریش مېرز هغه څرګندونې یې رد کړې چې ویلي یې وو مسکو باید د دغو تضمینونو په جوړولو کې هېڅ رول ونه لري.

له بلې خوا، اروپايي ټولنې او بریتانیا د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره پر روسیې ګډ سایبري بندیزونه ولګول. دغه بندیزونه د روسیې د پوځي استخباراتو ادارې (GRU) ځینې افسران او هغه کسان په نښه کوي چې د سایبري جرمونو په ترسره کولو تورن دي.

لندن ویلي چې روسیه په اروپا کې د ګډوډۍ او وېش د رامنځته کولو لپاره «په زیاتېدونکي ډول بې‌پروا» هڅې کوي.

په دغو بندیزونو کې په پولنډ کې د برېښنا پر شبکې د یوې احتمالي سایبري حملې یادونه شوې، چې د بریتانیا په وینا، کېدای شول د ژمي په موسم کې نیم میلیون کسان له برېښنا بې‌برخې کړي.

اروپايي ټولنې هم د اوکرایني جنګي اسیرانو پر ضد د جدي بشري حقونو د سرغړونو له امله پر ۱۵ کسانو او یوې ادارې بندیزونه ولګول.