بایډن: روسیه ښايي سایبري بریدونه وکړي‌ او کیمیاوي وسلې وکاروي 

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړی دی چې ښايي روسیه د امریکا په ګټو باندې سایبري بریدونه وکړي یا اوکراین ته بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې انتقال کړي.

ښاغلي بایډن تېره ورځ ناوخته له یو شمېر امریکايي سوداګرو سره په خبرو کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په اوکراین کې د دومره مقاومت وړاندوینه نه وه کړې او اوس یې «دیوال ته شا ده». په اوکراین باندې د روسیې د یرغل نژدې یوه میاشت کېږي.

ښاغلي بایډن وویل چې پوتین اوس د درواغو بهانې کوي او وايي چې « موږ، امریکا، په اروپا کې بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې لرو- چې حقیقت نلري». ښاغلي بایډن زیاته کړه: «دوی همدغه راز دا خبره هم کوي چې اوکراین په اوکراین کې بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې لري. دا خبرې د دا څرګندوی دي چې هغه [پوتین] د دغو دواړو [وسلو] د استعمال فکر کوي.»

ښاغلي بایډن وویل چې داسې استخباراتي معلومات هم شته چې د روسیې حکومت د امریکا په ضد او د امریکا د بندیزونو په ‌ځواب کې د «ممکنه سایبري بریدونو» انتخابونه سپړي. هغه له امریکایي سوداګرو وغوښتل چې «ژر تر ژره دې خپله سایبري دفاع قوي» کړي.

خو روسیې د ښاغلي ‌بایډن دا څرګندونې رد کړې دي. د کرملین ویاند دمتري پېسکوف نن سه شنبه مارچ ۲۲(وري دویمه) خبریالانو ته وویل چې روسیه «د دولتونو په کچه داړۍ مارۍ [سایبري بریدونه] کې نه دخیله کېږي».

په همدې حال کې سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو، فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیا مشرانو تېره ورځ په اوکراین کې د روسیې د وژونکیو تکتیکونو په اړه په اندېښنو خبرې وکړې، اوکراین ته یې په امنیتي او بشري‌ مرستو تاکید وکړ او د کیف په پلوۍ یې د اوربند لپاره دپلوماتیکې هلې ځلې وارزولې.

ټاکل شوې چې د همدې اونۍ په پای کې ښاغلی بایډن د ناټو، جي-۷ هېوادونو او د اروپا د شورا په غونډو کې برخه واخلي چې ټول تمرکز یې په اوکراین دی. ښاغلی بایډن به بیا پولنډ ته سفر کوي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی. ملګري ملتونه وايي تر دې دمه څه باندې درې میلیون اوکراینیان له خپل هېواد څخه وتلي دي او سلګونه ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

امریکا او اروپا په اوکراین د روسیې یرغل غندلی، له اوکراین سره یې بشري او پوځي مرستې پیل کړې او په روسیې باندې یې اقتصادي بندیزونه غندلي دي.