د روسیې چارواکو جمعه مې ۲۲ مه ویلي چې د روسیې تر کنټرول لاندې د لوهانسک په سیمه باندې تیره شپه د اوکراین د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۳۵ ماشومان ټپي شویدي.
چارواکو ویلي چې برید د ښوونځي د زده کوونکو په یوې لیلیې شوی.
د رویټرز خبري اژانس دا پیښه په خپلواکه توګه نده تائید کړې او اوکراین پدې برید باندې تبصره نده کړې.
د روسي چارواکو په اعلامیې کې ویل شوي چې په برید کې لیلیه زیانمنه شوې. برید د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک په سیمه باندې شوی چې روسیې په یو اړخیزه توګه په ۲۰۲۲ کال کې پخپل کنټرول کې واخیسته.
د روسیې د بشري حقونو کمیسیون ویلي چې د برید پر مهال ۸۶ محصلین په لیلیه کې ویده وو چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۸ کالونو تر منځ دي. دا بریدونه داسې مهال کیږي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په سویډن کې جرګه شوي او د اوکراین سره د لویدیځ ملاتړ یې د بحث یوه موضوع ده.