ولسمشر ټرمپ: روسیې زما په غوښتنې یو امریکايي تبعه خوشې کړ

د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی ویتکاف له سټیفن هوبارډ سره لیدلي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۲۱) په خپل ټروټ سوشل کې د روسیې له زندان څخه د یو امریکایي وګړي د خوشې کېدو خبر ورکړ.

ښاغلي ټرمپ لیکلي دي سټیف هوبارډ، چې څلور کاله مخکې د مخکني ولسمشر جوبایډن په دور کې نیول شوی و، اوس د هغه په غوښتنې پرېښودل شوی دی.

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې هغه په خپله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د سټیفن د پرېښودو غوښتنه کړې وه.

هغه لیکلي دي: « سټيفن کور ته په لار دی او ژر به له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. ولسمشر ټرمپ ته د درناوي په باور، د دې په بدل کې له متحدو ایالتونو څخه د هېڅ شي غوښتنه نه ده شوې- د روسیې لپاره یو فوق العاده وضعیت. په دغه خلاصون کې د تبادلې هېڅ ضرورت نه و...»

ښاغلي ټرمپ انتقاد کړی دی چې سټیفن باید د مخکني ولسمشر جوبایډن حکومت له لوري ازاد کړل شوی وای.

په همدې حال کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف له پوتین سره مخامخ لیده کاته کوي، راپورونه وايي چې مسکو د ښه نیت د ښودلو لپاره هوبارډ خوشې کړې دی.

وېټکاف په داسې حال کې له پوتین سره کتلي چې یوه ورځ وړاندې یې په اوسلو کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زېلنسکي، د فنلنډ او ناروې له مشرانو او د اروپا او ناټو له استازو سره وکتل. وېټکاف د روسیې ولسمشر ته وویل چې غونډه رغنده وه.