مسکو د سولې د خبرو بیرته پیل کیدو لپاره چمتووالی ښودلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو چمتو دی له اوکراین سره د سولې خبرې له هغه ځایه بیا پیل کړي چې پخوا درېدلې وې.

لاوروف د سه شنبې په ورځ د جون ۲۳مه خبریالانو ته وویل، "موږ تل د کیف له حکومت سره خبرو ته چمتو یو".

خو لاوروف داسې کومه اشاره ورنه کړه چې ګواکې روسیه به له خپلې هغې غوښتنې تېرېږي چې اوکراین باید د دونباس سیمې پاتې برخې روسیې ته وسپاري؛ هغه غوښتنه چې کیف یې په کلکه ردوي.

روسیه داسې مهال د سولې خبرو ته د چمتوالي خبره کوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ګاونډي هېواد بلاروس ته خبرداری ورکړی چې هغه سیګنال لېږدونکي تجهیزات دې بند یا لرې کړي چې د ده په وینا روسیه یې د اوکراین پر هدفونو د بریدونو لپاره کاروي، که نه کیف به پخپله اقدام وکړي.

زیلنسکي د جمعې په ورځ په کیف کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي نه غواړي په جګړه کې ښکېل شي، نو باید هغه تجهیزات غیر فعال کړي چې د روسي ځواکونو له خوا کارول کېږي.

هغه وویل، "که هغوی دا تجهیزات بند نه کړي، موږ به یې پخپله له منځه یوسو. " خو زیلنسکي د احتمالي اقدام په اړه نور جزیات ورنه کړل.

د اوکراین ولسمشر ادعا وکړه چې یاد سیګنال لېږدونکي سټېشنونه د بلاروس په دوو سرحدي سیمو کې موقعیت لري او روسي ځواکونه یې د اوکراین پر ضد د بریدونو د هدف ټاکلو او مسیر ښودلو لپاره کاروي، په ځانګړې توګه هغه بریدونه چې ملکي وګړي په نښه کوي.

تر اوسه د بلاروس حکومت د زیلنسکي د دغو څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.