د روسیې حکومت وايي د روسیې اوکراین او متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د بیا پیلولو پلان د جګړې پر دوام هېڅ محدودیت نه لګوي.
د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۶مه، د روسیې په ورونژ سیمه کې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو د برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پلان شوې خبرې د دواړو خواوو د پوځي عملیاتو مخه نه نیسي.
د پېسکوف په وینا، مسکو او کیف د درېاړخیزو خبرو اترو د بیا پیلولو له هوکړې سره سره، پر یو بل بریدونو ته دوام ورکوي.
ټاکل شوې ده چې د روسیې، اوکراین او متحدو ایالتونو ترمنځ خبرې په راتلونکو څو اوونیو کې په ابوظبۍ یا سویس کې وشي.
د خبرو اترو د پلان د یادونې په هماغه ورځ، د روسیې په ورونژ سیمه کې د بېپیلوټه الوتکو په برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. د سیمهییز والي په وینا، په ټپیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د روسیې د چارواکو په وینا، د ورونژ په سیمه کې د هوايي دفاع سیستمونو ۱۱۳ بېپیلوټه الوتکې هم نسکورې کړې دي. په څو صنعتي تاسیساتو کې اورونه لګېدلي او مسکو ته روان یو مسافر وړونکی اورګاډی زیانمن شوی دی.
تر دې مخکې، د یکشنبې په ورځ د روسیې په بلګورود ښار کې هم د بېپیلوټه الوتکو په برید کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي وو.
د کرملین د ویاند څرګندونې ښيي چې د سولې د خبرو د بیا پیلولو پلان، لږ تر لږه د روسیې د حکومت د اوسني دریځ له مخې، د جګړې د سمدستي درولو په معنا نه دی.
په روسیه کې د اوکراین د ډرون په برید کې روسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د روسیې د ورونژ په سیمه کې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو په برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې، د یکشنبې په شپه، د روسیې په سرحدي ښار بلګورود کې هم د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو په برید کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي وو.
د بلګورود سیمهییز والي الکساندر شووایف ویلي چې په دغه برید کې ۳۰ استوګنیزې ودانۍ، ۳۵ موټر، څلور کورونه، درې اداري ودانۍ، اته سوداګریز ځایونه او درې ټولنیز تاسیسات زیانمن شوي دي. چارواکو همدارنګه د شېبېکینو ښارګوټي ته نږدې په یوه کلي کې د یوه بل کس د وژل کېدو او د یوه تن د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې روسیه او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو د بیا پیلولو په درشل کې