روسي چارواکي وايي، د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې یا ډرون په یوه برید کې د روسیې د تاتارستان سیمې په نیژنکامسک ښار کې د یوه ماشوم په شمول لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.
د نیژنکامسک ښاروال رادمیر بلیایف د دوشنبې په ورځ اګست ۱۰مه وویل چې په برید کې صنعتي او ملکي سیمې په نښه شوې دي. روسي رسنیو راپور ورکړی چې په برید کې د تېلو یو ستر تصفیهځای هم په نښه شوی دی.
اوکراین تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي. دا برید یوه ورځ وروسته له هغې وشو چې روسیې د اوکراین پر ختیځ ښار خارکیف هوايي برید وکړ. د راپورونو له مخې، په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
روسیې د دوشنبې په ورځ د اوکراین په سوېل ختیځ ښار زاپروژیا هم باندې د هوايي او د توغندیو برید کړی، خو تر اوسه د دغو بریدونو د مرګژوبلې او زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
مسکو او کییف دواړه په خپلو بریدونو کې د ملکي وګړو قصدي په نښه کول ردوي، خو په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګژوبله زیاته شوې ده.
د کاتولیک عیسویانو مشر، پاپ لیو، د یکشنبې په ورځ له روسیې او اوکراین وغوښتل چې پر ملکي وګړو بریدونه ودروي. هغه د واتیکان په اوونیزه دعا کې د بشري قوانینو پر رعایت ټینګار وکړ او ویې ویل چې جګړه یوازې لا ډېرې جګړې او ستر کړاونه رامنځته کوي.
پاپ لیو له دواړو خواوو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او سولې ته د لارې هوارولو لپاره خبرو ته مخه کړي.