امریکا ته د روسیې خبرداری؛ پر سوریې بیا حمله مه کوئ

امریکايي ديپلوماتان وایې چې روسیې او امریکا موافقه وکړه چې خپلې اړیکې به جاري ساتي

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې د روسیې پر حالاتو خبرې کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ [اپریل ۱۲] خپل امریکايي سیال، رېکس ټېلرسن ته ویلي چې مسکو په واشنګټن کې د مقاماتو د مبهمو او متناقضو مفکورو په باب پوښتنې لري.

لاوروف وویل: "غواړم ووایم چې له الفاظو نه پرته، موږ پر سوریې د برید په اړه پریشانوونکي اعمال لیدلي دي."

د سوریې په ادلب ښار کې په کیمياوي وسلو له برید نه وروسته چې له امله یې لږترلږه سل تنه ملکیان ووژل شول، امریکا د سوریې پر الشعیرات هوايي اډې ۵۹ کروز راکټونه وتوغول.

لاوروف له امریکا څخه غوښتي چې ورته عمل بیا تکرار نه کړي: "موږ باور لرو چې دا بنیادي اهمیت لري چې په راتلونکې کې داسې اعمالو ته اجازه ورنکړل شي."

په مقابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، رېکس ټېلرسن په دیپلوماتیکه لهجه وویل چې روسیه او امریکا دې خپلې ګټې واضح تعریف کړي.

ټېلرسن وویل: "اختلافات باید نور هم واضح شي څو موږ په ښه توګه پوه شو چې ولي توپیرونه موجود دي او د هغوي د راکمولو لپاره څه امکانات شته."

امریکايي ديپلوماتان وایې چې روسیې او امریکا موافقه وکړه چې خپلې اړیکې به جاري ساتي.

"شر اچونکی" بشارالاسد

روسیې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفر سره سم، د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد یو ډیر "شر اچونکی" کس بللی او د روسیي جمهور رئیس، ویلادمیر پوتین یې د هغه پر ملاتړ تورن کړی دی.

ټرمپ ویلي: "پوتین له داسې یو کس څخه ملاتړ کوي چې هغه واقعاً یو شر اچونکی کس دی او زه فکر کوم چې دا د روسیې لپاره ډیر بد دی."

خو جمهور رئیس پوتین په یوې مرکې کې ویلې چې د ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست په دوره کې د روسیې او امریکا اړیکې تربل هر وخت ترینګلي شوي دي.

کرملین د جمهور رئيس پوتین د مرکې غټ ټکي خپاره کړي دي. ددغې مرکې په یوې برخې کې پوتین د امریکا او روسیې د اړیکو په باب ویلي: "ویل کیدای شي چې په کاري او په خاصه توګه په نظامي سطحه مو باور نه یواځې ښه شوی نه دی بلکه نور هم خراب شوی دی."