ټرمپ: پوتین به د ناټو پر قلمرو بریدونه ونه کړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د ناټو پر قلمرو برید ونه کړي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې مسکو ښايي د اوکراین د ملاتړ له امله د ناټو پر یوه غړي هېواد برید وکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «ما له هغه سره ښې خبرې کړې دي، هغه د ناټو پر قلمرو د برید اراده نه لري.»

کله چې له ټرمپ څخه په ځانګړې توګه وپوښتل شول چې ایا د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشر، جان راتکلیف، په دې اوونۍ کې مسکو ته د خپل نااعلان شوي سفر پر مهال پوتین ته خبرداری ورکړی و چې د ناټو پر قلمرو برید ونه کړي، ټرمپ وویل: «زه نه غواړم په دې اړه تبصره وکړم، خو هغوی به د ناټو پر قلمرو برید ونه کړي.»

ولسمشر د پوتین سره د ناټو په اړه د خپلو خبرو جزیات وړاندې نه کړل. خو دواړو مشرانو د تېر کال په اګست کې په الاسکا کې د ټرمپ له کوربه‌توب وروسته څو ځله ټیلیفوني خبرې کړې دي. دغه لیدنه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه ترسره شوې وه.

د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې روسیه ښايي پر یوه ناټو غړي هېواد برید وکړي. نوموړي دغه راپورونه د واقعیت تحریف بللي او ویلي یې دي چې روسیه اوس مهال د اروپايي هېوادونو له «خورا تهاجمي سیاست» سره مخ ده.

پېسکوف د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «اوس مهال ډېر داسې وېرونکي راپورونه خپرېږي. البته، دا له واقعیت او د روسیې د فدراسیون له نیتونو سره هېڅ تړاو نه لري.»

په همدې ورځ د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله، بریتانیا ته د اوکراین لپاره د وسلو د برابرولو په اړه خبرداری ورکړ.

زاخارووا وویل، که اوکرایني ځواکونه له دغو وسلو څخه د روسیې پر ضد د بریدونو لپاره کار واخلي، مسکو ښايي په اوکراین او له هغه څخه بهر د بریتانیا پوځي تاسیسات او تجهیزات په نښه کړي.

بلخوا، د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د اروپا امنیت او له امریکا سره همکاري لا هم حیاتي اهمیت لري، که څه هم واشنګټن خپل ستراتیژیک تمرکز تر ډېره د لویدیځې نیمې کرې پر لور زیاتوي.

د امریکا د جګړې وزارت د پالیسۍ مرستیال وزیر، اېلبریج کولبي، د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره وکتل. دواړو لوري د «ناټو ۳.۰» د ستراتیژۍ د بیاکتنې په اړه خبرې وکړې.

ددغې ستراتیژۍ ملاتړ د امریکا له خوا ملاتړ کېږي او هدف یې دا دی چې د اروپا د دودیزې دفاعې ستراتیژۍ په برخه کې اروپايي هېوادونه لا زیات مسؤلیت پر غاړه واخلي او پر امریکايي ځواکونو تکیه کمه شي.

کوبي وویل، اروپا د امریکا لپاره لا هم مهم امنیتي لومړیتوب لري، که څه هم واشنګټن لویدیځې نیمې کرې ته خپل پام زیاتوي.

هغه وویل، د «ناټو ۳.۰» بیاکتنه د روانو هڅو د چټکتیا او پیاوړتیا ترڅنګ، په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د ستراتیژیک وضعیت د ارزولو لپاره هم ترسره کېږي.

کوبي د ناټو د شمالي اتلانتیک شورا په غونډه کې هم ګډون وکړ، چې د ناټو د غړو هېوادونو سفیرانو پکې برخه لرله.

نوموړي له غونډې مخکې وویل چې غواړي له متحدینو څخه په مستقیم ډول واوري چې هغوی څنګه د دفاع په برخه کې د لا زیات مسؤلیت اخیستو لپاره کار کوي. هغه د پولنډ، جرمني، هالنډ او ځینو نورو هېوادونو د دفاعي پانګونې د زیاتولو هڅې هم وستایلې.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار د ایران د جګړې په اړه د ناټو پر غبرګون نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینو هېوادونو امریکايي الوتکو ته د خپل هوايي حریم د کارولو اجازه نه ده ورکړې.

خو ټرمپ د جولای په میاشت کې د ترکیې په انقره کې د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې ویلي وو چې دغه سازمان پرمختګ کړی دی.

کوبي بیا وویل چې په ځینو برخو کې لا هم کار ته اړتیا شته. هغه د لاسرسي، پوځي اډو او د هوايي حریم د کارولو په اړه وویل، چې په دې برخو کې ډېر مثبت پرمختګ شوی، خو لا هم ځینې مسایل باید حل شي.

د ناټو عمومي منشي مارک روټه د غړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي مسؤلیتونو پر عادلانه وېش ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغه سازمان ځینې غړي د دفاع په برخه کې خپلې هڅې زیاتوي.

د ټرمپ ادارې په خپله ملي امنیتي ستراتیژۍ کې د لویدیځې نیمې کرې ثبات له مهمو لومړیتوبونو څخه بللی دی. واشنګټن وايي، اجازه به ورنه کړي چې دغه سیمه د نشه‌يي توکو د قاچاقبرانو او په ځانګړي ډول د ایران په شان د هغو متخاصمو حکومتونو د نیابتي ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای وګرځي چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.