په اوکراین کې د روسیې د توغندیو او ډرون بریدونو دوه کسان وژلي

د اوکراین په مرکزي ښار کرېمنچوک کې د روسیې د توغندیو او د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

چارواکي وايي، په بریدونو کې د اپارتمانونو پنځه ودانۍ چې ۴۳۱ کورونه لري او ۳۵ نور کورونه زیانمن شوي دي. شپږ شخصي کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

په اوکراین د روسیې بریدونو په داسې حال کې زور اخیستی چې د سویډن صدراعظم اولف کریسترسن ویلي چې دغه هېواد به د ناټو د لوژستیکي مرکز د ساتنې لپاره د هوايي دفاع «پېټریاټ» سیستمونه پولنډ ته ولېږي.

سویډن به د پېټریاټ سیستمونو په مرسته په پولنډ کې د هالنډ ځای ونیسي. ټاکل شوې دغه ماموریت په ډسمبر کې پیل شي او شاوخوا ۱۰۰ سویډني پوځیان به پکې برخه واخلي.

په همدې حال کې، کرملین د جرمني د بهرني استخباراتو د مشر هغه څرګندونې رد کړې چې روسیه په اروپايي هېوادونو کې «د سیوري جګړه» پر مخ وړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف دغه ادعا «بې بنسټه» وبلله او ویې ویل چې جرمني د دفاعي لګښتونو د زیاتولو لپاره ځانته یو خیالي دښمن جوړوي.

جرمن چارواکو په وروستیو میاشتو کې روسیه په اروپا کې د ډرونونو او سایبري بریدونو په ګډون په یوه پراخ کمپاین تورنه کړې ده.