سعودي د کاناډا سفیر شړلی دی او د دغه هېواد سره یې خپلې ټولې ډپلوماتیکې اړیکې وځنډولې.
کاناډا د سعودي عربستان نه غوښتي و چې د بشري حقونو مبازین دې د بند نه خوشې کړي. دې کار د سعودي چارواکي په غصه کړي.
سعودي عربستان همدارنګه ویلي هغه عرب محصلین چې کاناډا ته په دولتي بورسونو د زده کړو لپاره تللي، نورو هیوادونو ته انتقالوي.
په همدې حال کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سعودي عربستان پدې اقدام اندیښنه لري خو زیاتوي چې د بشري حقونو، د میرمنو د حقونو او د بیان د آزادۍ په هکله پخپلو څرګندونو ولاړه ده.
کاناډا د سعودي عربستان نه غوښتي چې د خپل اقدام په هکله دې پوره وضاحت ورکړي.