ټرمپ د بن سلمان کوربه دی؛ سعودي عربستان په متحدو ایالتونو کې د یو تریلیون ډالرو پانګونې اعلان وکړ

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۸مه په سپینې ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره د ملاقات په مهال اعلان وکړ چې په متحدو ایالتونو کې به یو تریلیون ډالر پانګونه کوي.

محمد بن سلمان په دې اعلان سره، چې هېواد به یې په امریکا کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پانګونه یو تریلیون ډالرو ته رسوي، ولسمشر ټرمپ حیران کړ.

سعودي عربستان د مۍ په میاشت کې ریاض ته د ولسمشر ټرمپ د سفر په مهال اعلان کړی و چې په متحدو ایالتونو کې به ۶۰۰ میلیارد ډالر پانګونه کوي، محمد بن سلمان د خپل هېواد صدراعظم هم دی.

ولسمشر ټرمپ وویل: «کله چې یو میلیارد ډالر پانګونه کوی، دا زموږ لپاره ملي امنیت دی، ځکه چې ډېرې دندې ایجادېږي. ډېر شیان رامنځ ته کوي... دا یو رښتینی شریک دی چې دا کار کوي. دا به د متحدو ایالتونو ته ډېر ځواک وبخښي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ د سې شنبې په شپه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د یوې ماښامنۍ کوربه وو. په دې مراسمو کې ښاغلي ټرمپ د دواړو لورو ترمنځ خبرو اترو ته په اشارې وویل چې سې شنبه یوه "ښه ورځ" وه او د سعودي پلاوي غړي یې غوره مذاکره کوونکي وبلل.

سعودي عربستان د امریکا غیر ناټو ستر متحد

ښاغلي ټرمپ وویل چې سعودي عربستان په "اقتصادي انجن" او "زموږ د وخت په یوه معجزه" بدل شوی دی، او دا چې هیواد "لوی بدلون" څخه تیر شوی او د سعودي عربستان او متحده ایالاتو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوې لارې پرانستل شوې دي.

ټرمپ د امریکا اوسعودي عربستان ترمنځ ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړ او زیاته یې کړه چې دغه تاریخي تړون به د دوی د څه باندې ۸۰ کلونو دفاعي ملګرتیا پیاوړې کړي او په ټول منځني ختیځ کې به د بریدونو د مخنیوي قوت پیاوړی کړي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د همدې دلیل لپاره به له سعودي عربستان سره پوځي همکاري زیاته کړي او سعودي عربستان به د "سترو غیر ناټو متحدینو" په ډله کې وي.

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې، ډونالډ ټرمپ د سعودي ولیهعد ته په خطاب وویل چې سعودي عربستان هیڅکله هم "د اوس په پرتله خوندي نه و، او تل ستاسو په سر یو ورېځ و چې کله ناکله به پراخ شو، خو اوس دغه وریځ ورک شوی، او موږ غواړو چې دا همداسې وساتو."

د اسرائیل او حماس د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته په اشارې ولسمشر ټرمپ وویل چې نن ورځ منځنی ختیځ د هغه وخت په پرتله خورا توپیر لري کله چې دی د روان کال د لومړیو نهو میاشتو پیښو ته په پام کې نیولو سره ولسمشر شو.

ټرمپ همدارنګه په راتلونکې کې سعودي عربستان ته د F-35 جنګي جت الوتکو د ورکولو په ګډون د دفاعي وسایلو د پلور یوه لویه بسته هم تصویب کړه چې پر سعودي د نږدې ۳۰۰ امریکایي ټانکونو پلورل هم تضمینوي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ د امریکا او سعودي د پانګونې غونډې ته وینا وکړي.

محمد بن سلمان وویل چې دواړه لوري به د سه شنبې په ورځ «په ډېرو برخو کې تړونه لاسلیک کړي- د تکنالوژۍ، مصنوعي ځېرکتیا، نایاب ځمکني موادو، مقناطیس- چې د دندو ډېر فرصتونه به ایجاد کړي.»

ولسمشر ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د محمد بن سلمان د ښه راغلاست په مهال هغه یو «ملګری» او «د درناوي وړ» شخص وباله. ټرمپ وویل چې په یو کال کې به په متحدو ایالتونو کې د ریکارډ په کچه د ۲‍۱ تریلیون ډالرو پانګونه کېږي، چې د سعودي عربستان پانګونه هم په کې شامله ده. نوموړي وویل چې حکومت یې د تعرفو له لارې دا پانګونې جذبې کړې.

محمد بن سلمان د ولسمشر ټرمپ اقتصادي اقدامات وستایل او ټېنګار یې وکړ چې سعودي عربستان غواړي چې د دغو اقدماتو برخه وي.

محمد بن سلمان وویل: «دا (امریکا) د ځمکې په مخ تر ټولو غښتلی هېواد دی، خو تاسو چې څه رامنځ ته کوی، د ننني د فرصت په اړه نه دي، دا یو اوږد مهال فرصت دی چې په راتلونکو لسیزو کې به د امریکایانو په اقتصاد مثبت اغیز کوي او د نویو تکنالوژیو لپاره سم بنسټ جوړوي چې د امریکا لپاره د لوبې (وضعیت) ښه رخ بدلوونکی دی او موږ غواړي چې برخه یې واوسو.»

واشنګټن ته د محمد بن سلمان تر سفر مخکې ولسمشر ټرمپ تائید کړ چې امریکا په سعودي عربستان باندې اف-۳۵ جنګي جټ الوتکي پلوري، هغه ډول الوتکې چې په اسرائیل یې پلورلې دي. ټرمپ وویل چې دواړه سعودي عربستان او اسرائیل «عالي شریکان» دي.

دواړو لوریو د «ابراهیم تړونونو» کې د سعودي عربستان د شاملېدو په اړه هم خبرې وکړې، دا د ولسمشر ټرمپ په لومړۍ دورې کې د هغه یوه مهمه بهرنۍ تګلاره وه چې څو عربي هېوادونه یې وهڅول په سیمه کې د متحدو ایالتونو له نژدې شریک اسرائیل سره اړیکې عادي کړي.

د دغو تړونونو په اساس، په ۲۰۲۰ کال کې د اسرائیل او متحدو عربي اماراتو، بحرین او مراکش روابط عادي شول. مصر او اردن په ۱۹۷۹ او ۱۹۹۴ کال کې له اسرائیل سره خپل روابط عادي کړي وو او له دوی وروسته دا درې نور لومړني عربي هېوادونه شول، چې دا کار یې وکړ.

د همدې میاشتې په سر کې قزاقستان هم وویل چې غواړي د ابراهیم په تړونونو کې داخل شي، دغه هېواد وار دمخه له اسرائیل سره دپلوماتیک روابط لري.

محمد بن سلمان وویل چې هېواد یې په منځني ختیځ کې له ټولو هېوادونو سره ښه روابط غواړي. هغه وویل: «موږ غواړو چې د ابراهیم تړون برخه واوسو، خو غواړو ډاډه شو چې دا تړون به د دوو دولتونو حل ته لاره هواروي او موږ نن (له ولسمشر ټرمپ سره) ښه بحث درلوده، چې په دې اړه کار وکړو چې ډاډه شو څومره ژر کېدای شي ښه وضعیت برابرو کړو، چې دا کار وکړو.»

ولسمشر ټرمپ وویل چې سعودي عربستان د ابراهیم تړونونو په اړه «ډېر ښه احساس» لري. تر دغو خبرو لږ مخکې ولسمشر ټرمپ او محمد بن سلمان د ښه راغلاست په مراسمو کې، چې پوځيان په اسونو سپاره وو او په فضا کې جنګي الوتکو پروازونه کول او د سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو بیرغونه څنګ په څنګ رپېدل، ګډون وکړ. په الوتکو کې درې اف-۳۵ ډوله جنګي الوتکې وې، چې سعودي عربستان یې پېرېدل غواړي.