په سعودي کې بلیک بیري نه بنديږي

د سعودي عربستان چارواکي وایي چې د "بلیک بیري" سره یې پدې هکله موافقه کړیده چې د سمارټ ټیلفونونو د پیغام لیږلو د دغې شبکې د دایمي بندیز چاره به وشي.

چارواکو چې نومونه یې وانه خیستل نن دا خبره وکړه.

هغوي وویل چې په موافقه کې د سمارټ تیلفون د تولیدونکي نه غوښتل شويدي چې په سعودي عربستان کې دننه دې پدغو ټیلفونونو کې کمپیوټري سرورنه هم نصب کړي او د سعودي چارواکي به کولای شي چې د دغو سرورونو سره تماس ولري او د امنیت ساتلو لپاره به مخابرې او پیغامونه اوریدلی شي.

چارواکي وایي چې بلیک بیري اوس پدې کار اخته دی چې دغه سرورنه نصب کړي او بیا یې وازمويي.