پاکستان او سعودي د داعش ضد ایتلاف سره یوځای شول

سعودي له افغانستان څخه هم غوښتي چې په دغه ایتلاف کې ور ګډ شي.

سعودي رسمي خبري اژانس وايي چې د نوي ایتلاف د چارو د تنظیم لپاره به په ریاض کې د عملیاتو یو مرکز جوړ شي. سعودي د سه شنبې په ورځ د دغه نوي ایتلاف د جوړولو اعلان وکړ.

په ایتلاف کې د پاکستان په ګډون ۳۴ هېوادونه برخه لري چې د ترهګرۍ پر ضد او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره یو اسلامي پوځي ځواک جوړ کړي.

په همدې حال کې افغانستان لپاره د سعودي سفیر عبدالرحمن الغاصب په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له صلاح الدین رباني سره کتلي دي.

ښاغلي الغاصب له وزیر رباني څخه غوښتي چې افغانستان هم په دغه ایتلاف کې ورشامل شي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي ښاغلي رباني د سعودي سفیر ته وویل چې افغان حکومت به په دغه وړاندیز غور وکړي او ژر به پرېکړه وکړي.

سعودي وايی ترهګري د بشریت او ژوند د بقا لپاره خطر دی او باید یې مخه ونیول شي.

د سعودي د دفاع وزیر محمد بن سلمان یوې خبري غونډې ته وویل چې په دغو عملیاتو کې به ټول پام يوې ترهګرې ډلې ته متوجه نه وي.

هغه وویل " په اوسني عصر کې ډېر هېوادونه د ترهګرۍ ښکار شوي دي، په عراق او سوریې کې داعش دی. يمن، ليبيا، مالي، نایجریا، پاکستان او افغانستان کې نور ترهګر دي. د دغې ترهګرۍ پر ضد قوي مبارزې ته اړتیا ده."

تونس، لبنان، ليبيا، مصر، پاکستان، بنګلدېش، مالیزیا، سوډان، سومالیا، مالي او ناجیریا د دغه ایتلاف غړي دي. پر دې سربېره اردن، بحرین، ترکیه او متحده عرب امارات هم په ایتلاف کې شامل دي چې په سوریې کې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د بل ایتلاف غړي هم دي.

د سعودي چارواکي وايي چې د اندونیزیا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم له نوي ایتلاف سره د مرستو ژمنې کړي دي.

په همدې حال کې جرمني د دغه نوي ایتلاف د جوړولو هرکلی کړی دی.

د جرمني د دفاع وزیرې اورسلا فون دیر لین د سه شنبې په ورځ وویل چې دوی د دغه ایتلاف هر کلی کوي.

هغې وویل " زما په فکر دا باید د ویانا د پروسې یوه برخه وي چې ټول هېوادونه د اسلامي دولت پر ضد جنګ وکړي، لکه امریکا، اروپا، روسیه، ترکیه، سعودي، خو باید ایران او چین هم په دغه جنګ کې برخه واخلي."

د همدې میاشت په سر کې د جرمني پارلمان یو پلان تصویب کړ چې له مخې به یې دغه هېواد په سوریې کې د داعش پر ضد جنګ کې برخه اخلي او د فرانسې له جنګي عملیاتو سره به مرسته کوي.

خو جرمني به د امریکا، برتانیا، فرانسې او روسیې غوندې هوايی عملیات او بمبارۍ نه کوي.