د فوټبال نړیوال جام په مهال د ګرمې هوا د اغېزو په اړه اندېښنې

د بریتانیا د پورټسموت پوهنتون ساینسپوهان د انسان په وجود باندې د تودوخې، مرطوبې هوا او نورو هغو اقلیمي شرایطو اغیزې څیړي چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په زیاتره کوربه ښارونو کې به لوبغاړي او نندارچیان ورسره مخامخ وي.

د انګلنډ په جنوب کې ددغه پوهنتون څېړونکو په یوه حرارتي خونه کې د امریکا د میامي ښار ته ورته اقلیمي شرایط برابر کړي دي.

په دې ازموینه کې، د ورزشي فزیولوژۍ استاد ټام ویلیمز د ۳۶ درجې سانتي‌ګراد تودوخې او ۷۵ سلنه رطوبت په شرایطو کې د منډې په ماشین (ټریډمیل) مزل وکړ، څو د نړیوال جام د لوبو د کوربه سیمو موسم ته ورته شرایطو کې د بدن غبرګونونه ثبت کړي.

د پورټسموت پوهنتون د چاپېریالي او ورزشي فزیولوژۍ استاد جو کاستلو وویل: «هغه شرایط چې موږ نن اندازه کړل، ۳۶ درجې سانتي‌ګراد تودوخه او ۷۵ سلنه نسبي رطوبت وو. دا د لمدې کرې د تودوخې شاخص (WBGT) نږدې ۳۲ درجې سانتي‌ګراد ته لوړوي.»

د لمدې کرې د تودوخې شاخص (WBGT) د هوا تودوخه، رطوبت، د باد سرعت او د وړانګو تودوخه په پام کې نیسي او د یو عادي ترمامیتر په پرتله د تودوخې دقیقه اندازه معلوموي.

دا څېړنه په داسې حال کې ترسره شوې چې تر اوسه د ډېرو کارپوهانو پام یوازې د لوبغاړو پر روغتیا متمرکز و.

خو کاستلو خبرداری ورکوي چې نندارچیان تر لوبغاړو له ډېر خطر سره مخ دي. هغه وویل: «لسګونه زره او ښايي سلګونه زره نندارچیان به د بېلابېلو هېوادونو څخه دې سیالیو ته راشي، او د لوبغاړو برعکس به ښايي له دغو اقلیمي شرایطو سره عادت شوي نه وي.»

د دې څېړونکي په وینا، سخته ګرمي د انسان روغتیا ته جدي زیانونه رسولای شي. کاستلو وویل: «د تودوخې فشار ښايي د پوستکي له دانو، د عضلاتو له کشېدو او سرګرځېدو څخه پیل شي او تر تودوخې پورې تړلي ستړیا او یا د ګرمۍ تر سکتې پورې ورسېږي، چې په ځینو مواردو کې مرګونې هم تمامېدای شي.»

د رویټرز د یو راپور له مخې، د اقلیم پوهانو او د فوټبال د لوبغاړو نړیوالې اتحادیې (FIFPRO) خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د ۱۰۴ لوبو شاوخوا یوه څلورمه برخه سیالۍ ښايي په داسې شرایطو کې ترسره شي چې د تودوخې کچه له سپارښتل شوې اندازې څخه لوړه وي.

بل لوري ته، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) ویلي چې د تودوخې د خطرونو د کمولو لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي، چې پکې د اوبو څښلو وقفې، د یخولو اسانتیاوې او د طبي ټیمونو چمتووالی شامل دی.

څېړونکي سپارښتنه کوي چې د لوبو نندارچیان هم باید سیالیو ته د چمتووالي د یوې برخې په توګه د ګرمۍ پر وړاندې ځانونه چمتو کړي. ډاکټر کاستلو سپارښتنه کوي چې نندارچیان باید تر ډېره په سیوري کې پاتې شي، کافي اوبه وڅښي، د ورځې په تر ټولو ګرمو ساعتونو کې له سختو فعالیتونو ډډه وکړي او مناسبې جامې واغوندي.

د کارپوهانو په وینا، د دغو سپارښتنو عملي کول کولای شي د نړۍ د فوټبال په ستره سیالۍ کې د سختې ګرمۍ له امله ممکنه خطرونه راکم کړي.