د سیاټل لوبډله د امریکایی فوتبال د لیګ اتله شوه

د امریکایي فوتبال د لوبډلو، سیاتل سیهاکس او نیو انګلېنډ پېټریاټس پای لوبه

د امریکایي فوتبال لوبډلې، سیاتل سیهاکس، د یکشنبې په ورځ په سان فرانسسکو کې د امریکایي فوټبال د سوپر بول وروستۍ لوبه وګټله او د نیو انګلېنډ پېټریاټس لوبډلې ته یې۱۳ د ۲۹ نمرو په تفاوت ماتې ورکړه.

د اتلولۍ دا کلنۍ سیالي په دې هیواد کې ډیر شهرت او تر ټولو نورو ورزشونو خورا زیات شمیر کتونکي لري او تلویزیوني خپرونه یې هم د هیواد په ګوټ ګوټ کې تر ڼولو زیات مینه وال او کتونکي لري.

په متحده ایالتونو کې د پرونۍ ورځې د کتونکو شمیر له ۱۰۰ میلیونو څخه هم واوښت.

د لوبې تر څنګ، د پورتوریکو نامتو هنرمند بېډ باني د لوبې د نیمایي وقفې پر مهال هنر نمایي وکړه چې د خپلو مشهورو سندرو یو ځای شوې بڼه یې خپلو مینه والو ته وړاندې کړه.

دا ننداره یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره شوه چې هغه د لومړني هنرمند په توګه، چې ټول البوم یې په هسپانوي ژبه دی، د کال د غوره البوم لپاره د ګرامي جایزه وهم وګټله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «تروت سوشیل» تولنیزې شبکې کې د لوبې د نیمایي وقفې پر نندارې نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا «هیڅمعنا نه لري، دا د امریکا د عظمت پر وړاندې سپکاوی دی، او زموږ د بریا، خلاقیت او غوره ‌والي د معیارونو استازیتوب نشي کولای .»