څیړونکي وايی د صنعتی ایالت مشیگن راېې گټل به د هر کاندید لپاره ستره جایزه وي چې د دموکرات گوند د جمهوری ریا ست د نوماندۍ په گټلو کې به پریکنده نقش ولري.
نن د سترې سه شنبی په نامه د گوندي انتخاباتو بله ورځ ده چې له مشیگن نه پرته په ایدهو ، مسیسیپی . میزوری، دکودتاگانو ( جنوبی او شمالی دکوتا) او واشنگټن سټېټ کې گوندی انتخابات کېږي.
پدغو انتخاباتو کې جمهوري ریاست ته د دموکرات گوند د دوو مخکښو کاندیدانو جو بایډن او برني سنډرز ترمنځ سیالی په پوره قوت روانه ده.
Your browser doesn’t support HTML5
ستره سه شنبه
برني سنډرز دیته سترگی په لاردی چی بیرته خپل مخکښ نقش لاسته راولی، خو جو بایډن هم د تیرې ستری سه شنبی په څېر ستر بري ته سترگې په لار دی.
تحلیلگران ددغو شپږو ایالتونو انتخابات د دموکراتو کاندیدانو دوو مخکښو کاندیدانو جو بایډن او برني سنډرز ته د قاطع ازمېښت ورځ گڼي.
د جو بایډن د تیرې اونۍ سترې بریا خلک حیران کړل، ځکه د څوارلسو ایالتونو په گوندی ټاکنو کې یې د لسو ایالتونو راېی وگټلې، د هغه بریا ددې سبب شوه چې د هغه دوه درې دموکرات سیالان د ټاکنو له بهیر نه ووځي.
د ترډ وې Third Way یو تحلیلگر جېم کیسلر وايی چی که برني سنډرز په مشیگن کې چی په تیرو ټاکنو کې ېې گټلی و، ستره بریا ترلاسه نکړي، نو د دموکرات گوند د نوماندۍ مسله به ېې له خطرسره مخامخ شي.