امریکا د کیوبا پر دریو چارواکو او نهو بنسټونو بندیزونه ولګول

US Paraguay

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د پنجشنبې په ورځ ( اګست ۲۰) اعلان وکړ چې واشنګټن د یوه کیوبایي بنسټ پر دریو مشرانو چې د خلکو سره د کیوبا د دوستۍ انسټیټیوټ (I CAP) په نامه یادیږي بندیزونه ولګول.

ددغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د کیوبا له حکومت سره تړلې نهه بنسټونه هم د "ورانکاره" فعالیتونو د ملاتړ او د هغه هېواد د ځپونکي رژیم د پیاوړتیا له امله تحریم شوي دي.

په اعلامیه کې د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو په حواله ویل شوي چې چې د کیوبا رژیم له کلونو راهیسې په متحده ایالاتو کې د یوې پراخې شبکې ملاتړ کړی چې د هغه په وینا، موخه یې د اشخاصو پېژندل، استخدامول او افراطیت ته هڅول وو، او فعالیتونه یې تر ډېره د تعلیمي او کلتوري تبادلي پروګرامونو تر پوښښ لاندې ترسره کېدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې د کیوبا حکومت په دې وروستیو ورځو کې هڅه کړې چې د خپل هېواد د پخواني کمونیست مشر، فیدل کاسترو، د زوکړې له ۱۰۰مې کلیزې څخه په ګټې اخیستنې دا شبکه بیا راژوندۍ کړي.

د روبیو په وینا، د نړیوالو ملاتړو یوه ډله هوانا ته استول شوې ترڅو د کیوبا د حکومت له چارواکو سره وګوري او اړیکې ټینګې کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ولسمشر ټرمپ حکومت به "یو بهرني مخالف قدرت" ته اجازه ورنکړي چې په متحده ایالاتو کې له ازادیاوو څخه د امریکایي وګړو د تیر ایستلو یا پر هغوی د نفوذ کولو لپاره کار واخلي.

هغه زیاته کړه چې د کیوبا رژیم خپلې هڅې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې "د مارکسیزم پر صادرولو، د نژادي نارضایتۍ او کمونیستي تاوتریخوالي په رامنځته کولو" متمرکزې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ولسمشر ټرمپ د ۱۴۴۰۴ اجرایوي فرمان له مخې، د روان کال د مې په لومړۍ نېټه د خلکو سره د ملګرتیا لپاره د کیوبا د انسټیټیوټ درې مشران چې د یاد بنسټ رییس فرناندو ګونزالس هم پکې شامل دی بندیزونه ولګول.

روبیو، ګونزالس یو محکوم شوی کیوبایي جاسوس وباله او ویې ویل چې هغه د 'واسپ' په نوم د جاسوسۍ شبکې کې د خپل رول له امله د امریکا په زندان کې ۱۵ کاله تېر کړي وو.

د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د 'واسپ' شبکه یوه لویه، غیرقانوني کیوبایي جاسوسي شبکه وه چې د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې د فلوریډا په ایالت کې افشا شوه. هغه زیاته کړه چې کیوبا ته له راستنیدو وروسته، ګونزالیس د (آی کپ) له لارې د متحده ایالاتو د بې ثباته کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

د خلکو سره د کیوبا د دوستۍ بنسټ مخکې د ۱۴۴۰۴ اجرایوي فرمان له مخې د متحده ایالاتو د بندیزونو په لیست کې شامل شوی و. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا بنسټ د کیوبا د رژیم د یوې سیاسي څانګې، ادارې یا وسیلې په توګه یاد کړی دی.

روبیو دا هم اعلان کړل چې متحده ایالاتو نهه نورې ادارې هم تر بندیز لاندې راوستې دي، چې د کیوبا د ساختمان وزارت هم پکې شامل دی.

د هغه په وینا، دا ادارې د مهمو اقتصادي سکتورونو په کنټرول سره د کیوبا د سرکوبي رژیم په ساتلو کې مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ' هولیو انتونیو ملا نړیوال کمپ' (CIJAM) په ګډون د یو شمیر بنسټونه د (آی کپ) ډلې کوربه توب کوي.

روبیو وویل چې دا ځایونه د بدیلو ادرسونو په توګه پېژندل شوي او باید د تحریم شویو شتمنیو په توګه ورسره چلند وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د نن ورځې تحریمونه په ډاګه کوي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت به د کیوبا د رژیم هغه هڅې ونه زغمي چې د خپلو ځپونکی اقداماتو ته دوام ورکړي او امریکا ضد ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي.